د لوګر ولایت برکي برک ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۵:۱۶
ولسوالی برکی برک ولایت لوگر

 دهیواد محرومو سیموته د مخابراتي چوپړ دبرابرولو په موخه د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري د یاد ولایت برکي برک ولسوالۍ په  پنده کلي کې د افغان ټیلي کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یوه مخابراتي سایټ چې د واحدې منبع له لارې په نظرکې نیول شوی د نصب لپاره سروې ترسره شوه چې په لنډه موده کې به یې رغنیزې چارې هم پیل شي.

د یاد مخابراتي سایټ له فعالیت سره به د برکي برک ولسوالۍ ډیری سیمې له مکالماتي او انټرنټي خدمتونو برخمنې شي

د یادونې وړ ده د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه او ولایتي ریاست خوښي څرګنده کړه چې د یادی ولسوالۍ اوسیدونوکو ته یې د مخابراتي چوپړ دبرابرولو په برخه کې پاملرنه کړی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته