خصوصي مخابراتي او انترنتي شرکتونه نقدې جریمه شول

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

غونډه چې په همدې اړوند د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوجی په وزارت کې جوره شوی وه.

ښاغلی انجنیر عبدالوکیل شیر "ګل"د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري  " رئیس "  ښاغلی غلام جیلانی "وزیری"  د مقام د دفتر رئیس ښاغلی انجنیر خیرمحمد "فیضی"  د مخابراتی خدمتونو د تنظیم اداریغړی اعطا محمد " یاری"  دمخابراتيخدمتونو د تنظیم اداره غړي د مخابراتو وزارت رهبري هئیت او ځینو نورو میلمنو ګډون کړی وو

د غونډې په پیل کې ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضی وویل : د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداري ( اترا) په هیواد کې دمخابراتي سکتور یواځنۍ مسؤله مرجع ده چې د احکامو ، قانون ، مقرارتو سره سم د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په چوکات کې په خپلواګه توګه فعالیت کوي.

د مخابراتو د تنظیم اداری د قانون او مقرارتو سره سم  هر یوخصوصي مخابراتي شرکتونو چې د سیم کارتونو د نوم لیکنې بهیر ئیپه پام کې نه دې نیولي په ۱۳۸۹ کال کې  دو میلیونه افغانی جریمه کړل چې ټول تال اتګل شوی جریمه په شرکتونو باندې د ۱۲ سلنه اضافه د نه  تحویلی له امله  چې            ( ۱۰،۹۶۰،۰۰۰ ) افغانۍ کیږی  دغه ټولې جریمې  د سیم کارتونو د نه ثبتولو له کبله وې چې بانک ته تحویل شوي دي.

همدارنګه د معیارنو نه رعایتول او د کیفیت خرابوالي له امله مخابراتی شرکتونوجریمه ده چې د قانون  احکامو او د مخابراتو د تنظیم د قانون  او د صادر شو جوازو سره سم مخابراتی شرکتونونه مکلف دی چې د لورکیفیت خدمتونه وړاندی کړی  د مخابراتی خدمتونو کیفیت په صادر شویو جوازنو کې یاد شوي دي. د مخابراتو د تنظیم ادارې  د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د اټګل لپاره  نوي اومدرن  تجیهزات اخیستي دي چې د مبائیل تیلیفون په  هر ربع کې په مرکز او وولایاتو کي اټګل کوي .

د یاد شويو مخابراتي شرکتونو خدمات او کیفیت د جواز له معیارونو څخه کم وو اوله د ۲۰۰۷ کال نه تر اوسه نقدي جریمه شوي دي . پر وضعه شویو جریمو، برسیره، ۱۲ سلنه نورې اضافي جریمي ددې لپاره چې بانکونو ته يې پخپل وخت ندي ورکړي، وضعه شوې ،  ټول ټال جریمې ( ۵۱،۲۶۹،۹۹۳ ) افغانۍ کیږي.

همدا راز  انترنتي شرکتونو هم  نقدي جریمه شول.

انترنتی شرکتونونه مکلف وو چې د غیر اخلاقي سایتونه لپاره فلتر نصپ او یاد شوي سایتونه بند کړي چې ډیریو نت کافیو ګانو له دستور څخه سر غړونه کړې ده چې د مخابراتو خدمتونو د تنظیم ادارې د پلتنی  له غړو له خواه تثبیت او په لاندې ډول جریمه شول .

HQNنت کافی ۲۵۰۰۰ افغانۍ

روشنائی  نت کافی ۲۵۰۰۰ افغانۍ                                

اکسپلورل نت کافی ۲۵۰۰۰ افغانۍ

همدارنګه هغه شرکتونه چې د قانونی جواز څخه ېېپرته انترنتی خدمتونه وړاندي کول.

د مخابراتی احکامو او قانون سره سم هیڅ مرجع او ارګان د جواز څخه پرته نه شي کولا چې په غیرقانونی توګه فعالیت وکړي.

هغه شرکتونه چې په غیر قانونی توګه ېېفعالیت کو.

1 – بزنس سنتر ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ

۲- شرکت IDIL۵۰۰۰۰۰ افغانۍ

۳- شرکت سراسری دوستان ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ

۴-ګرین الیمون ۵۰۰۰۰۰ افغانۍ

د غونډی په پای کې  ښاغلی انجنیر خیرمحمد فیضي په هلمند ولایت کې  دمخابراتي خدمتونو د تړلو په هکله رسنیوته معلومات وراندې کړل

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۱۱
Background image

د پکتیکا ولايت په شکین ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه د پکتیکا...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۶:۳
Background image

سمنګانو ولایت کې د یو شمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله د سمنګانو ولایت د پیرودونکو استازولیو لپاره د مخابراتي شکبو...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۷ - ۱۰:۵۱
Background image

ننګرهار ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس د ننګرهار ولایت د یوشمیر مخابراتي شبکو...

بېرته خبرونه ته