افغانستان به له ۳ کلو وروسته په نړیوال سټلایټ کې خپل ځانګړي مصنوعی سپوږمکۍ ولري

mcitadmin
پنجشنبه ۱۳۴۸/۱۰/۱۱ - ۵:۳

سټلایت

افغانستان به له ۳ کلو وروسته په نړیوال سټلایټ کې خپل ځانګړي مصنوعی سپوږمکۍ ولري.

دغه خبره د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجی وزیر ښاغلي انجنیرامیرزي سنګين د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجي د رییسانو او د افغان تیلی کام منیجران په کلني غوڼده کې روښانه او زیاته یې کړه: ( زموږ ګران هیواد افغانستان به په راتلوونکو ۳ کلنو کې د مصنوعی سپوږمکۍ توغولو سره په نړیوال سټلایت کې خپل ځانګړي ځای خپل کړي. ښاغلي سنګین وویل د نړیوالي تیلي کمونیکشن ټولني له خوا هر هیواد ته خپل ځانګړی ځای او موقعیت ټاکل شوی ده، د افغانستان ځانګړي موقعیت د ختیځ مدار په پنځوسو درجو کې ټاکل شوی، په خواشینۍ سره تر دي مهاله د نور طبعي منابعو په څیر له دغه طبعي حق څخه چې خدای تعالی موږ ته راکړی ګټه پورته کړی نه ده. نوموړي زیاته کړه هغه موقعیت چې افغانستان پورې اړه لري ډيره ارزښتناکه دی چي د سپوږمکی په توغولو سره به په تیلفوني اړیکو کې زیاتې آسانتیاوي رامنځته، تلویزیوني او رادیویي خپروني به د  نړی څلورو وچو آسیا، اروپا، افریقا او اسټرلیا تر خپل پوښښ لاندې راولي.  ښاغلي وزیروویل دسپوږمکی د توغولو په موخه یې د افغانستان د کابینې موافقه ترلاسه کړي.او ترراتلوونکو څو میاشتو پورې به نړیوالي داوطلبی ته چمتو شي. د مصنوعی سپوږمکۍ په ټاکل شوي موقعیت کې په هغې فریکونسي چې دافغانستان ملکیت دی  تردي مهاله ګټه نه ده پورته شوي. ښاغلي انجنیر امیرزی سنګین د خپل خبرو په ترڅ کې دا هم وویل له همدې امله یو نړیوال معتبر شرکت ته چې په دي برخه کې پوره تجربه ولري اړتیا لري ، د مصنوعي سپوږ مکۍ توغولو لګښت به له ۲۵۰ تر ۳۰۰  میلیونو ډالرو پورې وي او په دوو یا دریو کلنو کې په وتوغول شي.

د مصنوعي سپوږمکۍ په توغولو سره به  په هیواد کې د مخابراتو، ګرځنده تیلفون، انترنت او بریښنایې حکومتداری کې زیاتي آسانتیاوي رامنځته شي او ترڅنګ به يې د هیواد په هر ګوټ کې خلک وکولای شي چې د رادیو ګانو او تلویزیونونو خپروني واوري او وګوري.

دمخابراتو او معلوماتي تکنالوجي وزیر ښاغلي انجنیر امیرزي سنګين همداراز په یاده غونډه کې د ډیجيتل په سیستم باندې د تلویزیوني خپرونو خبر ورکړ ښاغلي سنګين وویل پلان لرو چې تلویزیوني خپروني د انالوګ سیستم څخه ډیجیتل سیستم ته واړوو هغه زیاته کړه ډیجیتل سیستم یو پرمختللی سیستم  دی او ډيرې ښګڼي لري د بیلګي په توګه د یو ټاور یا ستني څخه د بي شمیره تلویزونو نشرات،په لګښتونو کې کموالي، د پوښښ سیمې زیاتوالۍ .... او داسي نور. ښاغلي سنګین وویل خوتر هر څه د مخه باید د تلویزیونو د جواز او فریکونسی اخستلو  لپاره شرایط وضعه شي هغه زیاته کړه چې فریکونسي یو ملي شتمنی ده او له دغې ملي شتمني څخه د هیواد والو په ګټه ، باید په سمه توګه استفاده  وشي.   

 په ټول هیواد کې څه د پاسه سل رادیو ګاني، یواځې په کابل کې پنځ دیرش تلویزیونونه او دیرش نور سمیز تلویزیونه په ولایایتو کې فعالیت لري.

فهیم

تازه ترین خبر

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۵:۸
Background image

رئیس مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر از ساحات محروم پوشش خدمات مخابراتی ولسوالی محمد آغه بازدید بعمل آورد

طبق پلان کاری و به اساس شکایات مکرر اهالی قریه بُرگ ولسوالی محمدآغه ولایت لوگر در مورد عدم دسترسی به تسهیلات مخابراتی...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۴۰
Background image

تجهیز مرکز آموزشی کمپیوتر ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت کاپیسا

به دوام پروسه تجهیز مراکز آموزشی کمپیوتر ریاست‌های مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایات که بر اساس هدایت و پلان وزارت مخابرات و...

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

بازدید رئیس تفتیش داخلی وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی از ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت پروان

طی این بازدید محترم محمد طارق فاروقی با رئیس و کارمندان ریاست مخابرات و تکنالوژی معلوماتی این ولایت ملاقات کرده و...

بازگشت به خبر