کندز ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو د سیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۴:۴۵
ولایت کندز افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې په اساس کندز ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو استازولیو لپاره د نویو لېږل شویو سیمکارټونو د پلورلو لړۍ څخه د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له لوري ارزونه ترسره شوه .

د ارزونې په ترڅ کې څرګنده شوه چې تر دې مهاله په یاد ولایت کې د یوشمیر مخابراتي شبکو د پیرودونکو استازولیو لپاره استول شوي سیمکارټونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې د کړنلارې سره مطابقت لري.

دیادونی وړده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ولایتي ریاستونه او نظارتي ټیمونه وخت په وخت د هېواد په ټولو برخو کې له مخابراتي چوپړ څخه څارنه ترسره کوي څو د خدماتو په وړاندې کولو کې خنډ او ځنډ رامنځته نه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۱۵:۴۱
Background image

اقتصاد وزارت کې د اسنادو او اداري مکتوبونو د مدیریت نظام (DLMS) د تطبیق لړۍ پیل شوه

په همدې موخه جوړه شوې غونډه چې د کلام الله مجید په مبارکو آیتونو پیل شوه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري په خپلو خبرو کې.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۱۹ - ۱۵:۳۴
Background image

کاپیسا ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت د یوه سایټ رغنیزې چارې پیل شوې

د یاد سایټ د رغنیزو چارو له جریان څخه د کاپیسا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي مولوي دلاور برهان،  اترا ادارې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۲:۲۳
Background image

خوست کې د اتصالات مخابراتي شرکت د دو سایټونو د جوړولو چارې پیل شوې

د اتصالات مخابراتي شرکت د یوه نوي سایټ د جوړولو عملي چارې پیل شوې او ورسره هم‌مهاله د تڼيو ولسوالۍ په آد محمد تفریحي سیمه کې د یوه بل سایټ ساحوي سروې هم...

بېرته خبرونه ته