بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۴ - ۱۱:۳۱
بغلان

د بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او دیوشمیر خصوصي مخابراتي شرکتونو مسؤلینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په دې غونډې کې د مخابراتي خدمتونو د کیفیت لا ښه والي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ادارې د کړنلارې په اساس د سیمکارتونو خرڅلاو او ثبت، په جبري ډول د کریدیټ کارت له پلورڅخه مخنیوی، د وسایلو ثبت، د فریکونسۍ د جواز اخیستل، د ټاورونو دثبت فورم اخیستل او د خلکو د مخابراتي او انټرنیټی ستونزو د حل په تړاو بحث وشو.

دغې ناسته کې اړونده شرکتونو ته د سپارښتنو تر څنګ ټینګار ؤشو چې ټول مخابراتي شرکتونه باید د طرزالعمل او قوانینو مطابق چارې مدیریت کړي .

په بغلان ولایت کې د مخابراتي شرکتونو مسؤلینو هم ډاډ څرګند کړ چې ټول قانوني موارد په نظر کې نیسي او د کړنلارې مطابق خپلې چارې مخې ته بیایي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته