د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د هېواد جنوب شرق ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې خوست ولایت ته تللی

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۰ - ۱۵:۵۲
ریاست مخابرات ولایت خوست

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له پکتیکا او پکتیا وروسته خوست ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت له والي ښاغلي مولوي عبدالقیوم روحانی، مرستیال والي ښاغلي مولوي محبوب شا قانت، د خوست ولایت کمیسار، علماء کرامو د ګڼو برخو رییسانو، ولسوالانو، او د سیمې له اوسېدونکو سره د مخابراتي خدمتونو د ارزونې په تړاو خبرې کړي.

ښاغلي وزیر صاحب په دغو لیدنو کې د یاد ولایت د مخابراتي خدمتونو پر ارزونې، د ټي ډي ایف د لسمې پروژې پر تطبیق او همدا راز د ټکنالوجۍ اړوند موضوعاتو څرګندونې وکړې او په دې برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري په ترسره شویو کارونو رڼا واچوله، د خوست ولایت والي ښاغل مولوي عبدالقیوم روحاني د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني مننه وکړه چې یاد ولایت ته یې د مخابراتي خدمتونو د ارزونې او اړونده موضوعاتو د حل په موخه سفر کړی، د ښاغلي والي صاحب په وینا اوس مهال یاد ولایت کې تر ډېره بریده د مخابراتي چوپړ په موخه موثر ګامونه اخیستل شوي خو د دوی په وینا لا هم ځینې سیمې شته چې د مخابراتو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، د خوست ولایت د مقام او د یاد ولایت د ګڼو برخو ځايي مسؤلینو، علماء کرامو او د سیمې د اوسېدونکو له لوري د یو شمېر سیمو یادونه وشوه او غوښتنه یې وکړه چې د مخابراتي خدمتونو د آسانتیا په موخه دې پکې یو شمېر مخابراتي انټنونه نصب شي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ستونزو له اورېدو وروسته د هغو سیمو لپاره چې د ولایتي چارواکو او سیمه ییزو اوسېدونکو له لوري یې غوښتنه وشوه ۴۶ نوي مخابراتي سایټونه منظور او اړونده برخو ته یې د مخابراتي انټنونو د نصب په موخه لازمې سپارښتنې او هدایات کړل.

د یادو ۴۶ مخابراتي سایټونو له جوړېدو سره به د خوست ولایت ډېری مخابراتي ستونزې حل او په یاد ولایت کې لرې پرتې سیمه به له مخابراتي خدمتونو برخمنې شي، د یادولو وړ ده تر دې واندې د خوست ولایت بیلابیلو هغو سیمیو لپاره چې له مخابراتي خدمتونو بې برخې پاتې وو د ټي ډي ایف لسمه پروژه کې  ۱۱ مخابراتي انټنونه هم منظور شوي وو چې په ټوله کې به د یاد ولایت ګڼو سیمو کې چې مخابراتي آسانتیاوې یې نه درولودې ۵۷ مخابراتي سایټونه نصب شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
Background image

د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر...

بېرته خبرونه ته