هرات ولایت کې ښاریانو او بیرته راستنېدونکو هیوادوالو لپاره د سیم کارتونو ویش پیل شو

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۲/۱۶ - ۱۴:۳۰
ولایت هرات افغانستان

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د هدایت له مخې، بیرته راستنېدونکو هیوادوالو د مخابراتي ستونزو حل او آسانتیاوو برابرولو په موخه په هرات ولایت کې د موبایل سیم کارتونو ویش پیل شو.

 دا سیم کارتونه، د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ولایتي ریاست، د اترا ولایتي آمریت، او د مخابراتي شرکتونو مسئولینو لخوا له تایید وروسته ، ښاریانو ته رسمي نمایندګیو کې او بېرته راستنیدونکو کډوالو لپاره د هرات ولایت د اسلام‌قلعه سرحدي بندر په سیمه کې توزیع کیږي.

د یادونې وړ ده چې هرې کورنۍ ته د مهاجرت فورمو له مخې، ۳ سیم کارتونه وړیا ورکول کیږي چې هر سیم کارت ۱ جی بی انټرنیټ او ۱۰۰۰ دقيقې وړیا مکالماتي خدمتونه لري، چې د ۴ میاشتو لپاره به فعال وي، له یادې مودې وروسته، د سیم کارت لرونکي مکلف دي چې خپل سیم کارتونه د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د کړنلارې مطابق ثبت کړي.

د هرات ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست وخت په وخت د یاد ولایت د نورو برخو تر څنګ د مخابراتي استازولیو او خدماتو وړاندې کولو له بهیر څخه له نیږدې څارنه ترسره کوي او له مخابراتي شرکتونو سره یو ځای د افغان کډوالو لپاره د سهولتونو په رامنځته کېدو کې هلې ځلې کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

بېرته خبرونه ته