کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مبایل کریډیټ کارت پلورونکو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۱۱:۵۹
ولایت کندز

د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او کریډیټ کارت پلورونکو ترمنځ له ټاکل شوې بیې څخه په لوړه بیه د پلور د مخنیوي په موخه د همغږۍ غونډه تر سره شوه.

په یاده غونډه کې د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم ملا عبدالواجد عادل کریډیټ پلورونکو ته د وزارت مقام د هدایت له مخې لارښونه وکړه چې ټول کریډیټ پلورنکي باید د کریډیټ کارت پلور د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت (اټرا ادارې) له اصولو او ټاکل شویو نرخونو سره سم وپلوري او خپلو پیرودونکو ته غوره چوپړ وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې کندز ولایت کې موجوده کریډیټ کارت پلورونکو ډاډ څرګند کړ چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې کړنلارې په اساس یې خپلې چارې تنظیم کړي او هڅه کوي ټول هغه قوانین چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري ورته ټاکل کېږي په بشپړ ډول پلي کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته