کندز ولایت یو شمیر ولسوالیو کې د اتصالاتو مخابراتي شرکت د انټرنیټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۳ - ۱۴:۴۸
مخابرات کندز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د کندز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اتصالاتو مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په یو شمیر (چهار درې، ګل تپې، دشت ارچي او امام صاحب) ولسوالیو کې د اتصالاتو مخابراتي د پنځه انټرنیټي سایټونو ظرفیت له ۳جي څخه ۴جي ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اتصالاتو مخابراتي شرکت د ۴جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د یادو ولسوالیو اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د کندز ولایت اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
Background image

د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر...

بېرته خبرونه ته