زابل ولایت مرکز قلات او شاجوی ولسوالۍ ترمنځ د عمومي لویې لارې نورک سیمه کې نوي مخابراتي سایټ په فعالیت پیل وکړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱/۷ - ۱۲:۴۱
ولایت زابل

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په لارښوونه د زابل ولایت مرکز قلات ښار او شاجوی ولسوالۍ عمومي لوېې لارې په اوږدو کې د یاد ولایت د مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې ولایتي آمریت د ګډو هڅو په ترڅ کې د روشن مخابراتي شرکت نوي سایټ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې چې د سروې چارې یي پخوا بشپړې شوې وې، په فعالیت پیل وکړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد سایټ په فعالېدو سره د نوموړې سیمې اوسېدونکو خوښي څرګنده کړه او د مخابراتي پوښښ په برخه کې یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت هڅې وستایلې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۱:۲۲
Background image

د خدمات تکنالوژي معلوماتي ګلبهار نت شرکت ته د خدمات انترنیتی آی سي تي افغان سایبر شرکت د انترنتی خدمتونو د وړاندې کولو ملی جواز د واګذارۍ (انتقال) په اړه

پروسه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم په اداره (اترا) کې جریان لري، بناءً ټولو اړونده مراجعو او اشخاصو ته چې د دې موضوع د معاملاتو تصفیې په موخه خبر...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۰:۴۸
Background image

د دایکندي ولایت مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ ریاست د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز څخه ۳۵ تنه زده کوونکو د فراغت سندونه ترلاسه کړل

د یادو زده‌کوونکو د فراغت په موخه جوړه شوې غونډه کې د مخابراتو رئیس ښاغلي مولوی محمد نبی حنفی ګډونوالو ته د ښه راغلاست ویلو پرمهال فارغینو ته...

بېرته خبرونه ته