د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت کې د ملکي خدمتونو د کارمندانو د اجرااتو ارزونې میتود په اړه یو ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۱۵:۷
ورکشاپ ارزیابی کارکنان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د کارکوونکو چارو ریاست او د ملکي خدمتونو کمیسیون د پلان پر بنسټ، د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په موخه، د دې وزارت د مرکزي رئیسانو لپاره د اجراآتو ارزونې میتود په اړه ښوونیز ورکشاپ ترسره شو.

په یاد ورکشاپ کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري معین محترم الحاج ملا محمد حنیف حمزه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د ارزونې د پروسې پر ارزښت او ګټو او د کار کیفیت لوړولو او د کارمندانو د کاري چارو روڼتیا کې د دې پروسې اغیزمنتوب په اړه خبرې وکړې، او د یادو موخو د ترلاسه کولو لپاره د داسې ورکشاپونو جوړول یې اړین وبلل.

همداراز د چارو ادارې د ملکي خدمتونو د حقوقي چارو او پالیسیو رییس ښاغلي سید مسعود مخلص، د ملکي خدمتونو کارمندانو لپاره د روزنیزو پروګرامونو د تنظیم کولو اهمیت په اړه خبرې وکړې او د ورکشاپ ګډونوال یې و هڅول هغه څه چې په دې ورکشاپ کې زده کوي په خپلو چارو کې یې پلي کړي.

په دې ورکشاپ کې، د ملکي خدمتونو کمیسیون متخصصینو له لوري د کارمندانو د اجرااتو د ارزونې په اړه د بشپړو معلوماتو سربیره، د سمې ارزونې، د کارمندانو د فعالیت ارزونې فورمې، د ارزونې په جریان کې د تر لاس لاندې کارکوونکو سره د چلند ، د کارمندانو کلني کاري پلانونه او راپورونه، او د سلیقې له مخې د ارزونو مخنیوي په شمول موضوعات د پریزنټیشن په ډول وړاندې شول.

په پای کې د یاد ورکشاپ ګډونوالو پوښتنو ته د ملکي خدمتونو کمیسیون متخصصینو لخوا پوره د قناعت وړ ځوابونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته