د لوګر ولایت په بیلابیلو سیمو کې د روشن مخابراتي شرکت نوی سایټونه جوړیږي

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۵:۱۰
ولایت لوگر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې او د لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شبکې د ګډو هڅو په ترڅ کې، د روشن مخابراتي شرکت نوي مخابراتي سایټونه به د لوګر ولایت دارالعلوم، پل علم ښار پخواني بارګین، سر معلم کلي، چرخ ولسوالۍ نږدې کلي، او د محمدآغې ولسوالۍ د مس عینک نږدې ساحو کې نصب او جوړ شي.

د یادو سایټونو فعالیدو سره به د لوګر ولایت مرکز او یادو ولسوالیو اوسیدونکي د لوړ کیفیت مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او په دې برخه کې خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې حل کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته