د سمنګان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولینو ترمنځ غونډه وشوه

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۹ - ۱۴:۳۱
ولایت سمنگان

د سمنګانو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ اترا ادارې نماینده د  ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئولينو ترمنځ د ښو مخابراتي او انټرنیټي خدمتونو د ترسره کولو په موخه غونډه ترسره شوه.

په دې ناسته کې د سیم کارتونو ثبت په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې کړنلارې پلي کولو، د سیم کارتونو پلور څرنګوالی، او د مخابراتي او د پیرودونکو شکایتونو او ستونزو ته پر وخت رسیدنې په اړه خبرې وشوې.

په دې ناسته کې سپارښتنه وشوه چې  ام ټي ان مخابراتي شرکت د پورته یادو شويو مسائلو د حل لپاره عملي ګامونه واخلي او خپل خدمات دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې د اصولو او کړنلارو له مخې وړاندې کړي.

د یادونې وړ ده چې د ام ټي ان مخابراتي او انټرنیټي شرکت استازی د مخابراتو ریاست او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او کړنلارې سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۴۱
Background image

نورستان ولایت نورګرام ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته د مخابراتي چوپړ د رسولو په موخه...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د لوګر ولایت مرکز پل علم کې د اټوما مخابراتي شرکت ۴ مخابراتي سایټونو فورجي ته ارتقاء وکړه

د مخابراتي خدمتونو د کیفیت د لوړولو په موخه د هېواد په ټولو برخو کې د مخابراتي شرکتونو د سایټونو د ارتقاء چارې...

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۴ - ۱۶:۱۰
Background image

خوست ولایت صبریو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد لرو پرتو سیمو او له مخابراتي خدمتونو بې برخو ساحو ته...

بېرته خبرونه ته