هلمند ولایت کې د جام په نوم د یوه پوستي خصوصي شرکت د خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۱۴:۵۸
ولایت هلمند

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار کې د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست  له لوري د جام په نوم د یوه خصوصي پوستي شرکت د خدمتونو څخه څارنه اوکنټرول ترسره شو.

د دې څارنې په ترڅ کې نوموړې شرکت ته سپارښتنه وشوه چې خپلی چاری د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوستي خدمونو د تنظیم ادارې (اپرا) د قوانیونو مطابق ترسره کړي.

دیادولو وړ ده چې د پوست قانون مطابق پوستي شرکتونه کولاى شي چې د يو مشتري پارسل د يو ګرام څخه تر ۴۲ کيلو ګرام پورې واخلي او خدمتونه ترسره کړي .

او همدارنګه د کارګو شرکتونه د يو مشتري پارسل چې د ۴۲کيلو ګرام څخه زيات وزن ولري واخلي اوخدمات ترسره کړي خو دکارګو شرکتونو مسئولين نشي کولاى چې د ۴۲ کيلو ګرام څخه کم وزن لرونکي پارسلونه د مشتري څخه واخلي.

دا څارنه دپوستي خدمتونو د غیر قانونی پوستی فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیریدو په خاطر ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته