د پروان ولایت جبل سراج ولسوالۍ په مرکز کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۵ - ۱۵:۴۳
ولایت پروان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر اساس، د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په جبل السراج ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت انټرنېټي خدمتونو ظرفیت ۴جي ته لوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي مخابراتي شرکت د ۴جي انټرنیټي خدمتونو په فعالیدو سره به د پروان ولایت د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنېټي ستونزې هوارې کړي.

د پروان ولایت جبل الرسراج ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه نیک اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۴:۲۷
Background image

په هرات کې د سلام شبکې درې مخابراتي آنتنونه فعال شول

د یادو آنتنونو له فعالېدو سره به د فرسي ولسوالۍ مرکز او یو شمېر سیمې د۲جی، ۳جی او ۴جی مخابراتي خدمتونو...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

په کونړ ولایت کې د کارګو او پوستې شرکتونو څخه څارنه ترسره شوه

له دې څارنې څخه موخه د اړوندو شرکتونو د فعالیتونو ارزونه، د اصولو او مقرراتو رعایت کول، د خدمتونو د کیفیت ښه والی او د غیرقانونې فعالیتونو څخه...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۶ - ۱۳:۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د دویم نړیوال ډیجیټلي فورم په کنفرانس کې د ګډون په موخه روسیې ته سفر وکړ

ټاکل شوې ده چې په دې فورم کې د بېلابېلو هېوادونو د دولتي ادارو، نړیوالو بنسټونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ د برخې د متخصصینو او خصوصي سکټور...

بېرته خبرونه ته