د هرات لایت په یوشمیر ولسوالیو کې دڅوارلسو نويو مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شؤه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۱۰ - ۱۴:۲۳
ولایت هرات

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس د هرات ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري د نوموړي ولایت د ګذرې ولسوالۍ په پهره، زیرکوه ولسوالۍ په درواجی ، پشت کوه ولسوالۍ په مندل، کوه زور ولسوالۍ په غوره که ، زاول ولسوالۍ په میان رودی ، فرسی ولسوالۍ په آب ماهی ، کرخ ولسوالۍ په ملیکیا او حیدرعلی، اوبې ولسوالۍ په نعل بسته کوتل برنجی ، کشک رباط سنګی ولسوالۍ په لک لک خانه  ، کشک کهنه ولسوالۍ په لرسرخ ، ګلران ولسوالۍ په خاوگانی، کهسان ولسوالۍ په چاه سنگی، زنده جان ولسوالۍ په چاه آزادی بهادرزائی ها او غوریان ولسوالۍ په یعقوبی او چشمه دم کلیو کې د ټی ډی اف لسمی پروژی په مرسته د څوارلسو نویو مخابراتي سایټونو د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

او همدارنګه یوه مخابراتي سایت د کهسان ولسوالی له کمانه کلي څخه د فرسی ولسوالۍ سیخ سر سیمی ته لیږدول کیږی

د یادو مخابراتي سایټونو د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې په جوړیدو سره به یې د نوموړو ولسوالیو د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنیټي ستونزې هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته