د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ولایتي سفرونو په دوام هلمند ولایت ته سفر وکړ

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۸:۳۵
هلمند

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ولایتي سفرونو په لړ کې هلمند ولایت ته تللی او هلته یې د یاد ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي سره لیدنه کړې او په یاد ولایت کې یې د مخابراتي ستونزو او اړونده نورو مواردو خبرې کړي.

د هلمند ولایت والي ښاغلي الحاج مولوي عبدالرحمن مسلم کندزي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ته د ښه راغلاست تر څنګ د ښاغلي وزیر صاحب سفر ګټور وباله او مننه یې وکړه چې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه یې ولایتي سفرونه پیل کړي او له خپلو هېوادوالو او ولایتي مسئولینو سره د ستونزو د حل په موخه له نیږدې لیده کاته کوي، د هلمند ولایت د والي صاحب په خبره اوس مهال یاد ولایت ته د مخابراتي آسانتیاو په برخه کې د پام وړ توجه شوې او تېرو درې کلونو کې تر ډېره بریده د هلمند ولایت ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شوي او لا هم ډېر شمېر ولسوالیو کې د مخابراتي خدمتونو چارې په چټک ډول روانې دي، ښاغلي مسلم کندزي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر سره د ناستې په ترڅ کې د هلمند ولایت د محرومو سیمو چې لا هم مخابراتي ستونزې لري هم معلومات شریک کړل او د حل په موخه یې د نویو مخابراتي سایټونو غوښتنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني هلمند ولایت والي سره د ناستې په ترڅ کې د یاد ولایت د مخابراتي ستونزو د حل په موخه ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د ټي ډي اېف لسمه پروژه کې د هلمند ولایت لپاره ۱۵ مخابراتي آڼتنونه په پام کې نیول شوي چې ۵ مخابراتي سایټونه یې جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او د پاتې مخابراتي آنټنونو له جوړېدو سره به د هلمند ولایت ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي، ښاغلي وزیر صاحب د هلمند ولایت والي صاحب د غوښتنې په اساس یاد ولایت لپاره ۶ نور مخابراتي سایټونه د واحدې منبع څخه منظور کړل چې یاد ۶ سایټونه به هم د هلمند ولایت محرومې سیمې تر پوښښ لاندې راولي.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د هلمند ولایت د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان ښاغلي الحاج ملا شراف الدین"تقي"، امنیه قوماندان ښاغلي الحاج ملا امین الله زبیر، د استخباراتو رئیس ښاغلي الحاج مولوي امین الحق"کمال"، د علماوو شورا رئیس ښاغلي شیخ مولوي محمد اسماعیل، د مرافعه محکمې رئیس ښاغلي شیخ مولوي محمد"محمدي، د نظامي محکمې رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالقیوم، د فقهي مجالیسو رئیس ښاغلي شیخ مولوي عبدالرحمن"آیوبي"، د علماو شورا، علماء کرامو، د هلمند ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ رئیس ښاغلي الحاج ملا امان الله شبیر او یو شمېر نورو مسئولینو ګډون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۳:۸
Background image

د زابل ولایت مرکز کلات کې دوه سایټونه د ۴جی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

زابل ولایت مرکز کلات کې د انټرنټي او مکالماتي خدمتونو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د افغان بیسیم مخابراتي...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۱۱:۱
Background image

د غزني ولایت مرکز په ګڼو سیمو کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په موخه ۱۲ مخابراتي آنټنونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د غزني ولایت مرکز نو آباد، مغلان، ګوډلې، لب دریا، اربابا صاحب، محبس سیمې، بکاول...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۰ - ۹:۵۳
Background image

د خوست ولایت موسی خیلو ولسوالۍ کې د ټي ډي ایف لسمې پروژې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

یاد مخابراتي سایټ چې د موسی خیلو ولسوالۍ کې یې رغنیزې چارې پیل شوي جوړېدو سره...

بېرته خبرونه ته