‏ ‏د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر نیمروز ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یاد ولایت له والي، علماو شورا رئیس، سیمه ایزو چارواکو او ولسي خلکو سره لیدنه کړې

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۵ - ۱۵:۵۱
ولایت نیمروز

د مخابراتو او معلوماتي او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د هېواد غرب او جنوب غربي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې نیمروز ته تللی او هلته یې د یاد ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد، علماو شورا رئیس ښاغلي مولانا عبدالرحمن معتصمی، امنیه قومندانۍ استازو او ګڼو نورو سیمه ایزو چارواکو سره لیدلي د دوی ستونزې او مشکلات یې له نیږدې اوریدلی او د حل په موخه یې ډاډ ورکړی، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني نیمروز ولایت له والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد سره د مخابراتي خدمتونو پر پراختیا او د یاد ولایت لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي خدمتونو د غځېدو په تړاو خبرې کړي.

دغې ناسته کې د نیمروز ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ته ښه راغلاست ووایه او په نیمروز ولایت کې یې د مخابراتي ستونزو په تړاو ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني سره معلومات شریک کړل او غوښتنه یې وکړه چې د نیمروز ولایت هغه سیمې چې لا هم مخابراتي ستونزې لري مخابراتي چوپړ په موخه ورته پاملرونه وشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د نیمروز ولایت والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد ته ډاډ ورکړ چې د نیمروز هغه سیمې چې لا هم محرومې دي او ولسونه یې مخابراتي آسانتیاو ته لاسرسی نه لري دغو سیمو لپاره به یو شمېر مخابراتي انټنونه په پام کې ونیول شي، ښاغلي وزیر صاحب نیمروز ولایت کې د مخابراتي ستونزو د حل په موخه او د یاد ولایت د والي ښاغلي شیخ محمد قاسم خالد په غوښتنه د ( ۴ ) نویو مخابراتي سایټونو منظوري هم ورکړه چې په ټوله کې د ټي ډي اېف د لسمې پروژې له طریقه به یاد ولایت کې ۱۱ مخابراتي سایټونه محرومو سیمو کې جوړېږي چې ۷ مخابراتي سایټونه ورته پخوا هم پلان شوي وو، چې په فعالېدو سره به یې د نیمروز ولایت ډېری سیمه له مخابراتي آسانتیاو برخمنه شي، د یادونې وړ ده ښاغلي وزیر صاحب د نیمروز ولایت محلي رسنیو سره د خبرو په ترڅ کې روښانه کړه چې تر دې دمه یاد ولایت کې۱۲ مخابراتي سایټونه ګټې اخیستنې ته سپارل شوي او ګڼ نور مخابراتي سایټونه به د یاد ولایت بېلابېلو او په خاص ډول محرومو سیمو کې فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۸ - ۹:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د قزاقستان هېواد د سوداګرۍ وزارت له مرستیال سره لیدنه وکړه

دغه ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د دواړو هېوادونو تر منځ...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۸:۳۵
Background image

د مخابراتو او معلوماتي‌ ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ولایتي سفرونو په دوام هلمند ولایت ته سفر وکړ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلی الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ولایتي سفرونو په لړ کې هلمند ولایت ته تللی او هلته یې...

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۶ - ۱۳:۵۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد یوشمیر سیمو کې ولایتي ریاستونو...

بېرته خبرونه ته