د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یوې اوونۍ په لړ کې د ترسره شویو کړنو او راپورونو لنډیز

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۵ - ۱۳:۲۰
گزارش هفته وار وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د مخابراتو په برخه کې د هېواد ګڼو سیمو کې د نویو مخابراتي سایټونو د جوړېدو له کاري بهیر څخه څارنه کړې، یو شمېر سیمو کې د غیرقانوني مخابراتي خدمتونو مخنیوی شوی او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني له مخابراتي شرکتونو سره د دوی د ستونزو د حل، مخابراتي خدمتونو د ښه والي او هېواد کې د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر د پروسې په تړاو ناستې کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت توانېدلی تېرې یوې اوونۍ کې د هېواد ګڼو ولایتونو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ولایتي ریاستونو ښوونیزو مرکزونو څخه ګڼ زده کوونکي فارغ او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کړي، د وزارت ولایتي ریاستونو د هېواد یو شمېر سیمو کې د غیر قانوني دستګاو د فعالیت مخنیوی کړی، د غیر مجاز مخابراتي سیمکارټونو او پوسټي مارکېټ د غیرقانوني پوسټي خدمتونو د مخنیوي په موخه یې څارنه ترسره کړې چې په نتیجه کې یو شمېر غیرقانوني دستګاوې او سیمکارټونه ضبط شوي او پوسټي مارکېټ کې د غیرقانوني شرکتونو مخه هم نیول شوې.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرې یوې اوونۍ کې د تدارکاتو سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارلی او همدا راز یې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره د دوی د ولایتي څانګو په دفترونو کې د الکټرونیکي حاضرۍ د تطبیق په موخه هوکړه لیک هم لاسلیک کړی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تېرې یو اوونۍ لاسته راوړنې په مسلسل ډول خپرې کړي او دلته په خلص ډول نشر ته سپارل کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۱:۱۰
Background image

دایکنډي ولایت په شهرستان ولسوالۍ کې دسلام مخابراتي شبکې یو سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

دایکنډي ولایت کې د محرومو سیمو د مخابراتي پوښښ په دوام، د یاد ولایت شهرستان ولسوالۍ کې د سلام...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۰:۹
Background image

خوست ولایت کې د پوستي او کارګو شرکتونو خدمتونو څخه څارنه تر سره شوه

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دهدایت په اساس خوست ولايت کې د مخابراتو رياست له لوري د پوستي او کارګو خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته