بلخ ولایت کې د پوستي خدمتونو له فعالیتونو څخه څارنه تر سره شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۱۰:۲
مخابرات ولایت بلخ

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې سره سم، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښارکې د دولتي او خصوصي پوسټي شرکتونو فعالیتونه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پوسټي خدمتونو تنظیم ادارې (اپرا) ریاست له لوري د نوموړي ولایت د مخابراتو ریاست سره په همغږۍ په یاد ولایت کې د غیرقانوني پوسټي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره کړه.

د دې څارنې په ترڅ کې له ۱۵ هغو شرکتونو څخه چې له جواز پرته یې پوسټي او کارګو خدمتونه وړاندې کول، لیکلي ژمنه ؤاخیستل شؤه او د پوسټي او کارګو خدمتونو ټولو شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې خپلې ټولې چارې د اپرا ادارې د کړنلارې له مخې د اړوندو شرکتونو د اصولو او اساسنامې سره سم ترسره کړي، د سرغړونې په صورت کې به ورسره قانوني چلند وشي.

همدا راز د دې څارنې ترڅنګ د پوسټي خدمتونو د تنظیم ادارې (اپرا) ریاست د پلاوي لخوا یو پریزینټیشن هم وړاندې شو چې د یادو شرکتونو استازو او د بلخ ولایت د مخابراتو ریاست کارکوونکو ته د پوسټي او کارګو خدمتونو د کاري مسیر په اړه د پوهاوي لپاره معلومات ورکړل شول.

مخابرات ولایت بلخ

دا څارنه د غیر قانونی پوسټي فعالیتونو د مخنیوي، د کارګو شرکتونو د کاري تفکيک په اړه د پوهاوي, او همدارنګه د دولتي عوایدو د ډیروالي په موخه ترسره شوه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته