د لوګر ولایت څرخ ولسوالۍ کې د یوه نوي مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ؤشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۲۴ - ۹:۴۸
ولایت لوگر

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاوو برابرولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پریکړې له مخې د لوګر ولایت د مخابراتو ریاست، د ګډ مسلکي ټیم له لوري څرخ ولسوالۍ په ډبرو کلي کې د ټي ډي اف لسمې پروژې له لارې مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې تر سره شوه.

د یاد مخابراتي سایټ د جوړولو عملي چارې به ډیر ژر پیل شي چې د جوړیدو سره به یې د یادې سیمې د اوسیدونکو مخابراتي او انټرنټي ستونزې هوارې شي.

وزارت مخابرات و تکنالوژی معلوماتی ولایت لوگر

د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرو ۳ کلونو کې توانېدلی د هېواد ډېری محرومې سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې کړي او همدا راز د هېواد هغو سیمو لپاره چې هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې پکې نه وې موجودې، ۵۵۰ مخابراتي سایټونه په نظر کې ونیول چې اوس مهال په یادو ټولو مخابراتي سایټونو عملاً کار روان دی او یو شمېر یې ګټې اخیستنې ته هم سپارل شوي.

سروی ایجاد سایت جدید مخابراتی در ولایت لوگر

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۵۷
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د یو شمیر مخابراتي شرکتونو د پیرېدونکو خدمتونو له استازولیو څخه څارنه ترسره شؤه

دپیرودونکو خدمتونو استازولیوڅخه د سیم‌کارتونو د ویش، ثبت او راجستریشن او پیرودونکوته...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۷ - ۱۲:۳۰
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۶ - ۱۶:۱۶
Background image

د خوست ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو لپاره سروې ترسره شوه

د هیواد لرو پرتو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي آسانتیاو برابرولو په موخه دخوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او...

بېرته خبرونه ته