د پکتيکا ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، اترا ادارې نماینده او د محلي راډيو مسئولينو ترمنځ غونډه شوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۱۷ - ۱۲:۵۴
مخابرات ولایت پکتیکا

پدې غونډه کې راډیو سټیشنونو د بانډ پاس فیلټر وسيلې پر نصب او د فریکونسیو اړوند موضوعاتو پۀ هکله خبرې وشوې.

همداراز يادو مسئولينو ته د راډيو د ټاور او فریکونسیو د جوازليک اخېستو او تمدید پۀ اړه لازمې سپارښتنې وشوې.

د راډیو سټېشنونو مسئولين پۀ نوبت ياده ناسته کې د خپلو راډيويې نشراتي پوښښ پۀ اړه معلومات وړاندې کړل او ټولو ژمنه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې ټولې پرېکړې او هدايات به عملي کؤي.

 د يادؤنې وړ ده چې راغلو یادو مسئولينو ته د هر ډؤل همکارۍ ډاډ هم ورکړل شو.

بانډ پاس فلټر يوه داسې وسيله ده چې لۀ مخې به ئې د راډيو نشراتي پوښښ قوي، غږ به يې شفاف او نورو همجوارو فریکونسیو ته به هيڅ ډول خنډ او اخلال نۀ پيدا کؤي. همداراز، ټولې خپرؤنې به يې قانوني بڼه ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۷:۱۴
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۴:۵۷
Background image

بامیانو ولایت کې د سلام مخابرتي شبکې ۳ سایټونو له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې قراردادی شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یاد مخابراتي سایټونه د قرارداد د شرایطو سره سم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۳:۴۸
Background image

کندوز ولایت کې د روشن مخابراتي شرکت یو سایټ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د هیوادوالو د مخابراتي ستونزو د حل په موخه د کندوز ولایت د چقرقشلاق په سیمه کې...

بېرته خبرونه ته