د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۸/۷ - ۱۶:۵۳

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان ته د ښه راغلاست تر څنګ د ام ټي ان مخابراتي شرکت په فعالیتونو او اړونده نورو موضوعاتو خبرې وکړې او په همدې موخه د دواړو طرفونو تر منځ ناسته وشوه.

د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان یادې ناسته کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت اړوند یو شمېر موضوعات شریک کړل او همدا راز د ځینو موضوعاتو د حل په موخه یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

ورته وخت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت رئیس سره په خبرو کې وویل، مونږ تل د اصولو له مخې  مخابراتي شرکتونو سره همکاري کړې او لا هم د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په برخه کې بوخت یو او هڅه مو دا ده چې د قانون په چوکاټ کې مخابراتي ستونزې حل او مخابراتي سکټور ته وده ورکړو.

دغې ناسته کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسئول ښاغلي هشام رمضان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له رهبرۍ مننه وکړه چې تل یې د مخابراتي سکټور د ستونزو حل کې مرسته کړې او مخابراتي مارکېټ ورځ تر بلې د غوړېدو په حال کې دی.

د ښاغلي رمضان په وینا دوی اوس مهال په دې بوخت دي چې د خپلې شبکې نوم تغیر کړي او د یوه نوي نوم سره بازار کې خپلو مشترکینو ته خدمات وړاندې.

ښاغلي وزیر صاحب د یاد شرکت د نوم د تغیرولو اړوند اټرا ادارې ته دنده وسپارله چې یاد نوم اړوند خپل نظریات شریک او وروسته یې اړونده مراجعو ته واستوي.

د یادونې وړ ده د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تېرو درې کلونو کې توانېدلی د مخابراتي سکټور د ودې او پرمختګ په موخه مؤثر ګامونه واخلي چې له مخې یې اوس مهال د هېواد ډېری سیمو ته مخابراتي آسانتیاوې رسېدلي او لا هم د هېواد د محرومو سیمو د پوښښ په موخه د مخابراتي سایټونو پر جوړولو کار روان دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته