پکتیا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د سلام مخابرتی شرکت یو سایټ له نوري فایبر سره وصل شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۱۵:۲۷
ریاست مخابرات ولایت پکتیا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په  وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ له نوري فایبرسره وصل انټرنټي خدمتونه یې ۳جي ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د سلام مخابراتي شرکت د  ۳جي انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ  اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې به هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۱۰:۱۸
Background image

پکتیکا کې د څلورو نویو مخابراتي سایټونو تخنیکي سروی ترسره شوه

د شکین ولسوالۍ په رډانو او بازار سیمو، د ګیان ولسوالۍ په ولي‌وست سیمه او د نعمت‌اباد ولسوالۍ په...

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۱:۵۱
Background image

نورستان کې د مخابراتي شبکو له برېن‌شاپونو څارنه ترسره شوه

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او اترا ادارې ګډ تخنیکي ټیم د دغه ولایت په کچه د مخابراتي شبکو اړوندو برېن‌شاپونو او نمایندګیو څخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۵۶
Background image

په نیمروز کې ۸۰ غیرقانوني ایراني سیمکارتونه ضبط شول

د نیمروز ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اترا مدیریت د معلوماتو له مخې، د زرنج ښار په مربوطاتو کې...

بېرته خبرونه ته