پکتیا ولایت په وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې د سلام مخابرتی شرکت یو سایټ له نوري فایبر سره وصل شو
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس، د پکتیا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د سلام مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د یاد ولایت په وزې ځدراڼ ولسوالۍ کې یو مخابراتي سایټ له نوري فایبرسره وصل انټرنټي خدمتونه یې ۳جي ته لوړشول او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د سلام مخابراتي شرکت د ۳جي انټرنټي خدمتونو په فعالیدو سره به د نوموړي ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسېدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي او انټرنیټي ستونزې به هوارې کړي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا ولایت د وزې ځدراڼ ولسوالۍ اوسیدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه اقدام ستاینه وکړه او د نوموړي ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.