د ننګرهار ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۶/۳ - ۱۲:۴۲
ولایت ننگرهار

د ننګرهار ولایت مخابراتو او معلوماتي تکنالوجۍ ریاست رهبري د اترا ادارې او مخابراتي شرکتونو د مسؤلينو سره د یوې غونډې په ترڅ کې وکتل.

دغه ناسته کې د مخابراتی خدماتو کیفیت لوړول او پرختیا، لېرې پرتو سیمو ته د خدمتونو رسولو، د سیمکارتونو  خرڅلاو، د اترا ادارې د طرزالعمل او اصولو مراعاتولو او نورو اړوندو چارو په اړه بحث وشو.

په یاده ناسته کې سپارښتنه وشوه چی ټول مخابراتي شرکتونه باید ټولو دولتي ادارو سره خپل حساب په خپل وخت سره تصفیه کړي او همداراز ټینګار وشو چې مخابراتي شرکتونه د خپلو خدمتونو سمیو کې خپل د کارمندانو تعداد زیات کړي ترڅو هیوادوالو ستونزو ته لا په سمه توګه رسیدنه وشي.

یادونه وشوه چې ټول مخابراتي شرکتونه خپل شرکت اړوند انټرنټي خدمتونو وړاندې کوونکو ته د مربوطه ولایت معرفت مکتوب، ټاور ثبت او راجستریشن فورم او فریکونسۍ  جواز پروسه تکمیل کړي او له هغې وروسته د اصولو سره سم خپل خدمات وړاندې کړي .

د یادونې وړ ده چې د ټولو مخابراتي شرکتونو استازو د مخابراتو ریاست او اترا ادارې له دوامدارې همکارۍ مننه وکړه او ډاډ یې څرګند کړ چې ټولې کړنې به د اصولو او طرزالعمل سره سم ترسره کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۸:۲۰
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د روشن مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د مخابراتي سکټور د پرمختګ او اوسني عصر کې یې د هغې په ارزښت...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۷:۵۸
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د وزارت یو شمېر رییسانو سره په چارو کې د آسانتیاو د رامنځته کولو او همداراز د وزارت اړوند پر وخت د پروژو پر بشپړولو ناسته وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج محمد امین جان عمري د وزارت یو شمېر رئیس صاحبانو سره په ناسته کې...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۶:۱۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټوما مخابراتي شرکت له رئیس سره لیدنه وکړه

د اټوما مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي هشام رمضان ډاد څرګند کړ چې شرکت یې افغانستان کې د غوره مخابراتي پوښښ...

بېرته خبرونه ته