پکتیکا ولایت کې ۲۵ مخابراتي سایټونه جوړېږي

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۸ - ۱۰:۴۰
مخابرات ولایت پکتیکا

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د پکتیکا ولایت یو شمېر علما او سپین ږیرو سره لیدنه ؤکړه.

د پکتیکا ولایت علماء او سپین ږیرو یاد ولایت کې د مخابراتي آسانتیاو د رامنځته کېدو غوښتنه وکړه. د دوی په وینا له کلونو راپدیخوا پکتیکا ولایت ته د مخابراتي آسانتیاو په برخه د پام وړ کار نه دی شوی او اوس غواړي څو دغې برخې ته پاملرنه ؤشي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حیات حقاني د پکتیکا ولایت له راغلو علما او سپین ږیرو سره په لیدنه کې ؤویل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت اټرا ادارې لسمې پروژه کې د پکتیکا ولایت په ګڼو سیمو کې ۲۵ مخابراتي سایټونه په نظر کې نیول شؤي او همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هېواد هغه محرومې سیمې چې تر دې دمه ورته هیڅ راز مخابراتي آسانتیاوې نه دي رسیدلي ۴۵۰ مخابراتي سایټونه د قرارداد له مخې او همدا راز له ۵۰ ډېر مخابراتي سایټونه د واحدې منبع له مخې په نظر کې نیولي چې له مخې به یې د هېواد ډېری سیمې له مخابراتي آسانتیاو برخمنې شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۶ - ۱۴:۵
Background image

د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د کمپیوټر ښوونیز مرکز څخه ۶۸ تنه فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د فراه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۵۴
Background image

پنجشیر ولایت کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت د فعالیتونو د څرنګوالي څخه څارنه وشوه

د څارنې په ترڅ کې مخابراتي شرکت ته لارښوونه وشوه چې د سیمکارتونو د پلور، ثبت او راجسټریشن...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۲۵ - ۱۲:۴۱
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینو ترمنځ د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د دې غونډې په ترڅ کې د نوموړي ولایت د سیمه ایزو اف ام راډیوګانو مسئولینوته لارښوونه وشوه چې...

بېرته خبرونه ته