د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست، یو شمیر دولتي ادارو او مخابراتي شرکتونو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۰ - ۱۴:۵۹
ولایت پکتیکا

د پکتیکا ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د یوې غونډې په ترڅ کې د دولتي ارګانونو او مخابراتي شرکتونو له ولایتي مسئولینو سره وکتل.

د همغږۍ په دې غونډه کې د مخابراتي خدمتونو په بېلابېلو موضوعاتو لکه: د مخابراتي شرکتونو د پراختیایي پلانونو، د خدمتونو د کیفیت د ښه والي، د مخابراتي سایټونو د وړتیا د لوړولو، د مخابراتي شرکتونو په مستقیمو او غیر مستقیمو نمایندګیو کې د سیم کارتونو د راجستر کولو د کړنلارې پلي کولو، په لوړه بیه د سیم کارتونو له پلور څخه مخنیوی، د اوسیدونکو د شکایتونو ته رسیدنې، د پرچون پلورونکو لخوا د سکریچ کارتونو او بریښنایی کریډیټ کارتونو (میټیو) ویش، هغو سیمو ته چې تر اوسه د مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې دي د مخابراتي خدمتونو د رسولو، د مخابراتي سایټونو او د خدمتونو د وړاندې کولو بنسټونو خوندیتوب، د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او آترا ادارې سره د مخابراتي شبکو د مسئولینو همغږي، د مخابراتي ټاورونو د نصب او لیږد په اړه خبرې وشوې.

همدا راز ټولو مخابراتي شرکتونو ته لارښوونه وشوه چې د پورتنیو مسایلو په پام کې نیولو سره خپلې چارې د آترا ادارې د کړنلارې مطابق ترسره کړي.

ولایت پکتیکا

بودجې له لارې د نویو سایټونو د جوړولو په اړه معلومات ورکړل او ژمنه یې وکړه چې خپلې ټولې چارې به د نوې کړنلارې مطابق د مخابراتو ریاست او اترا ادارې سره په همغږۍ ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د یاد ولایت په ټولو ۲۴ ولسواليو کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اترا ادارې په مالي مرسته د سلام مخابراتي شبکې د ۲۵ سايټونو د جوړولو چارې به ډېر ژر بشپړې شي چې له دې سره به د پکتيکا ولایت ټولو ولسواليو ته د سلام شبکې مخابراتي او انټرنټي چوپړتیاوې ورسېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته