د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د لغمان ولایت یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره لیدنه وکړه

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۳/۴/۹ - ۱۶:۲۹
بزرگان ولایت لغمان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د لغمان ولایت له یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو سره یاد ولایت کې په مخابراتي او یو شمېر نورو ستونزو خبرې وکړې.

د لغمان ولایت یو شمېر مشرانو او سپین ږیرو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر سره خپلې ستونزې شریکې کړې او د حل په موخه یې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د مخابراتواو معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني د دوی ستونزې واورېدې او ډاډ یې څرګند کړ چې د حل په موخه به یې هڅه کوي، ښاغلي وزیر صاحب وویل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت به د لغمان ولایت هغو سیمو ته چې هلته مخابراتي خدمات نه وي موجود مخابراتي آسانتیاوې برابرې کړي.

بزرگان ولایت لغمان

دغې ناسته کې د لغمان ولایت استازو خوښي څرګنده کړه چې د مشرانو دروازې د دوی پر مخ خلاصې دي او دوی کولای شي خپلې ستونزې پر وخت له خپلو مسؤلینو سره شریکې کړي .

ښاغلي وزیر صاحب هم ډاد څرګند کړ چې د افغانستان اسلامي امارت مشران د ملت له منځه راټوکېدلي دي او د دې ملت لپاره خدمت کول ورته افتخار ښکاري، د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مونږ د ملت او ملت زمونږ دی او مونږ هیڅ کله سمت او برخو پورې تړلي نه یو بلکې زمونږ تړون د اسلام په اساس دی چې هغې کې د افغانستان ټول وګړي او پرګنې راځي او د هېواد ټولو برخو ته .خدمت کول د مسؤلینو لپاره ویاړ دی

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۲:۴۰
Background image

کابل کې د لومړي ځل لپاره په امتحاني ډول ۵جی خدمات پیل شوي

په دغې ناسته کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت رئیس ښاغلي علي الله سروري د خپل شرکت د لاسته راوړنو او فعالیتونو ګزارش...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

بامیان ولایت یکاولنګ ولسوالۍ کې د سټلایټ د ۲ غیرقانوني دستګاوو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۸:۵۲
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال د روسیې د پازیټیف ټکنالوژۍ شرکت د ستراتژئ او حکومتي اړیکو له مرستیال رئیس سره لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د سایبري امنیت او...

بېرته خبرونه ته