د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ایراني پانګه والو سره ناسته وکړه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۴ - ۱۵:۳۳
انجنیران ایرانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني ایراني سوداګرو سره د ټکنالوجۍ، مخابراتي خدمتونو په برخو کې د پانګونې په موخه ناسته وکړه.

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حیات حقاني  افغانستان کې د ټکنالوجۍ د ودې او پراختیا په برخه کې د پانګوونکو لپاره د اسانتیاو ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د قوانینو په رعایت سره پانګه اچوونکو ته د اسانتیاو د برابرولو په برخه کې همکار دی.

د ایران هېواد څخه راغلو سوداګرو افغانستان کې د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اټرا ریاست د جواز غوښتنه کوله تر څو وکولای شي له همدې طریقه مخابراتي شرکتونو سره د قرارداد له مخې ایران کې افغان مسافرو ته په ارزانه ډول خدمات ورسوي .

انجنیران ایرانی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت راغلو پانګوالو ته ډاډ ورکړ چې له مخابراتي شرکتونو سره له تفاهم وروسته دوی سره د هر ډول قانوني مرستې په برخه کې چمتو دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۰ - ۱۴:۴۰
Background image

 د غور ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې درې سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د غور ولایت پسابند ولسوالۍ...

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۴:۳۳
Background image

د کندز ولایت یوشمیر ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې درې سایټونه فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پلان له مخې د کندز ولایت...

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۹ - ۱۰:۸
Background image

په لوګر ولایت کې د نوري فایبر اف ټي ټي اچ (انټرنیټ تر کوره ) پروژې کار بیا پیل شو

همداراز، د ۲۰۷ کیلومترو په اوږوالي د نوري فایبر د غځولو پروژې...

بېرته خبرونه ته