د پنجشیر ولایت په بازارک ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره ۴جي انټرنیټي خدمتونه فعال شول

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۷ - ۱۴:۲۸
ولایت پنجشیر

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د هدایت پر اساس او د پنجشیر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او روشن مخابراتي شرکت په ګډو هڅو د پنجشیر ولایت په بازارک ولسوالۍ کې د روشن مخابراتي شرکت ۴جي مخابراتي او انټرنټي خدمتونه د لومړي ځل لپاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې په رسمي ډول پرانیستل شول.

د روشن مخابراتي شبکې د انټرنټي خدمتونو د ۴جی خدمتونو په فعالیدو سره د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي کولای شي لوړ کیفیت او چټک انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی ولري او خپلې مخابراتي ستونزې هوارې کړي.

د یادونې وړ ده چې د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د کړنو ستاینه وکړه او د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست له هڅو یې خوښي څرګنده کړه.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۵:۵۱
Background image
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۱:۵۰
Background image

غور ولايت په مرکز فیروزکوه ښار او شهرک ولسوالۍ کې د دوه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د هیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۹ - ۱۰:۳۶
Background image

نورستان ولایت واما ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څخه څارنه وشوه

د رغنیزو چاور له بهیر څخه چې د ټي ډي اف دلسمې پروژې په مرسته...

بېرته خبرونه ته