د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو نوی ګمارل شوی ریس د وزارت کارکوونکو ته معرفي شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۱/۲۱ - ۱۵:۵۷
معرفی عنایت الله الکوزی

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست الوزرا عالي مقام د حکم په اساس، محترم عنایت الله الکوزی د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو د رئیس په توګه ګمارل شوی د یوې غونډې په ترڅ کې په رسمي بڼه د وزارت کار کوونکو ته ور وپیژندل شو.

دغونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ دتخنیکي او پالیسۍ معین  محترم احمد مسعود لطیف رای محترم الکوزي ته چې د وړتیا، کاري تجربې او ښه سلوک په پام کې نیولو مقرر شوی مبارکي و ویله او د ده ټاکل یې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په برخو کې ښه ګام وباله.

محترم احمد مسعود لطیف رای ده ته په کارونو کې د الله تعالی له درباره د توفیق غوښتنه وکړه او سپارښتنه یې وکړه چې د خپلو وړتیاو څخه په ګټه اخیستلو سره خپله دنده په بشپړ صداقت، ایماندارۍ او اخلاص سره سر ته ورسوي.

همدا ډول محترم الکوزي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ  وزارت له مشرتابه  څخه د ده  دګمارنې له امله مننه وکړه او ژمنه یې وکړه چې په پوره اخلاص او صداقت به خپلې چارې پر مخ وړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۲:۱۱
Background image

ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار کې د ریپیټر د پنځو غیرقانوني دستګاو فعالیت ودرول شو

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښوونې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اټرا) د قانون له مخې...

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۱ - ۱۱:۵۰
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیر ولسوالیو کې د مخابراتي او انټرنټي خدمتونو ډرایو ټسټ تر سره شو

د مخابراتي او انترنټي خدمتونو د وړاندې کولو په برخو کې د ستونزو او نیمګړتیاوو د موندلو او د دغو خدمتونو...

بېرته خبرونه ته