د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت د معلوماتو او مدیریت بریښنایي سیسټم پرانستل شو

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۴ - ۱۵:۳۴
مکروریان ها

د برښنایي حکومتدارۍ په لور د مخابراتو او معلوماتی تکنالوجۍ وزارت د لر لید پربنسټ، د مخابراتواو معلوماتی تکنالوجی وزرات او د مکروریانونو د ساتنې او څارنې دولتي شرکت تر منځ د همکاری هوکړه لیک چې ترمخه لاسلیک شوی و له مخې د یادې ادارې

 معلوماتي او مدیریتي برښنایي سیسټم  دیوې غونډې په ترڅ کې پرانستل شو او عملي چارې یې پیل شوې.

 د د دغه سیستم  په پلي کېدو سره به د يادې ادارې کاري ظرفيت لوړ شي او د چارو د پرمخ بیولو (د وخت له ضايع کېدو، د فساد او درغليو د مخنيوي، په چارو کې شفافیت، د دفترونو د عصري کولو، د امنيت ټينګښت، په لږ وخت کې د ډیر دقت سره د چارو سرته رسولو) په برخو کې لازم اصلاحات به رامنځته شي.

مکروریان ها

د یادولو وړ ده چې د دغه سیسټم ساتنه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د تخنیکي او مسلکي ټیم له خوا ترسره کیږي.

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو.... . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۱:۱۴
Background image

د میدان وردګو ولایت په مرکز بهسودو ولسوالۍ کې دروشن مخابراتي شرکت له فعالیتونو څخه څارنه وشوه

میدان وردګو ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او تخنیکی ټیم له لوري د یاد ولایت مرکزبهسودو ولسوالۍ (کوه بیرون، سرخ آباد، مرک تاجکان او کوه سفید...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۰:۱۹
Background image

د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له رغنیزو چارو څارنه ترسره شوه

د هېواد محرومو سیمو ته د مخابراتي آسانتیاو د رسولو په دوام د بامیانو ولایت سیغان ولسوالۍ کوه ګدای کلي کې د افغان ټیلی‌کام مخابراتي شرکت د سلام شبکې یومخابراتي سایټ...

بېرته خبرونه ته