د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له یو شمېر پروژو لیدنه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۷ - ۱۳:۶
انجنیران

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني او مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست د یو شمېر پروژو چې د هېواد بېلابېلو ادارو ته د چارو د آسانتیا او شفافیت د رامنځته کېدو په موخه چمتو شوي لیدنه وکړه .

ښاغلي وزیر صاحب په دغې لیدنه کې خوښي څرګنده کړه چې اوس مهال د افغانستان مسلکي کادرونه د دې جوګه دي چې خپلو هېوادوالو ته په غوره او عصري ټکنالوجۍ سمبالو سیسټمونو چوپړ وړاندې کړي او خپل هېواد د نړۍ سره سیال کېدو لوري ته سوق کړي.

وزیر مخابرات

همدا راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي الحاج حافظ محمد امین جان عمري هم د وزارت د تخنیکي برخو د چارو ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې مونږ په ټول توان هېواد کې د ټکنالوجۍ د ودې او پرمختګ لپاره خپلو هڅو ته دوام او پرمختګ ورکوو.

معین مالی و اداری وزارت مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي رئیس ښاغلي استاد عبدالرحمن صافي په دغې برنامه کې د افغان کادرونو له لوري د جوړو شویو سیسټمونو پر اهمیت او اغیزو وغږېد او یادونه یې وکړه چې د یاد ریاست له لوري جوړ شوي سیسټمونه د وزارتونو او اداراتو د نیازمندۍ او د وخت د غوښتنې په اساس جوړ شوي نوموړي همدا راز خوښي څرګنده کړه چې اوس مهال ډیجیټلي سیسټمونه له یوه مشخص آدرس څخه امارتي اداردو او وزارتونو ته چوپړ وړاندې کوي چې دغې انسجام د هغو ګډوډیو مخه نیولې چې پخوا موجود وو، د نوموړي په وینا اوس مهال د ډیجیټل حکومتولۍ د تطبیق په اساس د لوړو مصارفو، مشابه سیسټمونو او بېلابېلو برخو له لوري د سیسټمونو د جوړېدو مخنیوی شوی دی.

رئیس عمومی حکومتداری دیجیتلی افغانستان

ورته مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي حمدالله نعماني د سیسټم جوړونې اړوند انجنیر صاحبانو او تخنیکي همکارانو ته د ملاتړ ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به د هېواد د راتلونکي ثبات او پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا پراخوي او د خپلو پوهو په اساس به د هېواد حیاتي برخو ته د چارو د آسانتیا لپاره مهم سیسټمونه جوړوي.

په پای کې د ډیجیټل حکومتولۍ عمومي ریاست له لوري د نمونې په ډول د یو شمېر پروژو ( د سیمکارټونو د ثبت او راجسټر سیسټم، د لوړ تناژ ترازوګانو سیسټم، د مهاجرینو سیسټم، د آی مي آی سیسټم ) په تړاو چمتو شوي پرزنټشنونه د وزارت رهبرۍ ته د اړونده ټیمونو له لوري وړاندې شول.

ارائه پریزینتیشن

کارمندان حکومتداری دیجیتلی

کارمندان سیستم سازی وزارت مخابرات افغانستان

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته