د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو سره خپل دفتر کې وکتل

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۱:۳۲
جلسه با شرکت ام تی ان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلې الحاج مولوي نجیب الله حقاني د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو سره افغانستان کې د دوی پر خدماتو، د ام ون مخابراتیي شرکت ته د ونډو انتقال او د کیفیت د لوړتیا په موخه لیدنه وکړه.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت دغې لیدنه کې د یادې شبکې استازو ته په ټینګار سره وویل چې انټرنټي او مکالماتي خدماتو کیفیت کې باید د پام وړ بدلون راولي او هڅه وکړي خپل خدمات پراخ کړي.

دغې ناسته کې د ام ټي ان مخابراتي شرکت استازو ډاډ څرګند کړ چې اوسنیو شرایطو کې ټولې کړنې یې د قانون مطابق روانې دي او هڅه کوي خپلو مشتریانو ته په لوړ کیفیت خدمات وړاندې کړي، همدا رنګه یاد مخابراتي شرکت څرګنده کړه چې څو ورځې وړاندې د دوی په شبکه کې تخنیکي ستونزه رامنځته شوې وه چې پر وخت حل او بیرته په نورمال ډول فعالیت پیل شو.

دغه راز د ام ټي ان مخابراتي شرکت مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له مشرتابه مننه وکړه چې ام ون ته د یاد شرکت د ونډو په انتقال کې یې د پام وړ مرسته کړې چې له امله یې د انتقال چارې ګړندۍ او د یوه شفافې پروسې له لارې پر مخ روانې دي.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر محترم الحاج مولوي نجیب الله حقاني ام ټي ان شرکت مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې یاد وزارت په ټولو قانوني مراحلو کې له دوی سره مرسته کوي او هڅه کوي چې افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو خدمات لوړ شي چې په همدې موخه به لنډ وخت کې د مخابراتي شرکتونو تر منځ د فریکونسۍ مزایده ترسره شي او هیله یې څرګنده کړه چې د کیفیت د ښه والي په موخه به پکې ټولې مخابراتي شبکې ګډون وکړي.

د ام ټي ان مخابراتي شرکت ډاډ څرګند کړ چې دوی به د کیفیت د ښه والي په موخه د فریکونسۍ مزایده کې ګډون کوي او هڅه کوي خپل خدمات معیاري او کیفیت یې لوړ کړي.

د یادونې وړ ده ښاغلي وزیر صاحب راغلي پلاوي ته په ډاګه کړه چې د سیمکارټونو ثبت او راجسټر باید د طرزالعمل مطابق وشي د ښاغلي وزیر صاحب په وینا مونږ د پخوانیو ټولو ثبت شویو سیم کارټونو راپور له تاسې غواړو او د نویو سیم کارټونو لپاره به یو جلا میکانیزم جوړېږي چې د هغې په اساس به مخابراتي شبکو ته سیمکارټونه ورکول کېږي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۳:۴۳
Background image

زابل ولایت شملزو ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې د انټرنېټي خدمتونو ظرفیت لوړ شو

د سلام مخابراتي شبکې د ۳جي انټرنېټي خدمتونو په فعالیدو سره به د یادی ولسوالۍ اوسیدونکي وکولای شي لوړ کیفیت او...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۱:۱۰
Background image

لوګر ولایت خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم له لوري د یاد ولایت خروار ولسوالۍ کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د یوه...

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۹:۵۴
Background image

دایکنډي ولایت کې د نویوسیمکارټونو د خرڅلاو له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د دغې څارنې په ترڅ کې ډاډ تر لاسه شو چې تر دې دمه د مخابراتي شبکو له لوري په یاد ولایت کې د مخابراتو او...

بېرته خبرونه ته