کابل کې د قزاقستان سفیر د یوه هیئت په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر سره د هغه په دفتر کې لیدنه وکړه.

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۹ - ۱۰:۴۱
دیدار سفیر قزاقستان با وزیر مخابرات

افغانستان کې د قزاقستان اسلامي جمهوریت سرپرست سفیر ښاغلي بختیار سرسینبای د یوه پلاوي په مشرۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني سره د مخابراتي خدمتونو د ودې په برخه کې خبرې وکړې.

پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او قزاقستان یې د سیمې یو مهم هېواد چې افغانستان سره په ګڼو برخو کې اقتصادي راکړه ورکړه لري مهم هېواد یاد کړ.

همدا راز د قزاقستان هېواد سرپرست سفیر افغانستان سره په مخابراتي برخو کې د مرستې ډاډ ورکړ او هیله یې څرګنده کړه چې قزاقستان، افغانستان سره د ښو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی د ښاغلي شارژدافیر په وینا قزاقستان د معتبرو مخابراتي شرکتونو درلودونکی دی او کولای شي افغانستان سره مخابراتي برخو کې مرسته وکړي.

سرپرست سفارت قزاقستان در افغانستان

راغلي پلاوي څرګنده کړه چې د قزاقستان هېواد مخابراتي شرکتونه چمتو دي څو افغان انجنیران په مخابراتي برخه کې وروزي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

یادې غونډه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د افغان ټلیکام رئیس ښاغلي علي احمد سامند له راغلي پلاوي وغوښتل چې دوی دې هڅه وکړي څو یاد هېواد افغانستان ته په کمه بیه انټرنېټ وارد او افغان مسلکي انجنیران د (FTTH) په برخه کې یا فایبر تر هر کوره چې یوه مهمه او حیاتي پروژه ده وروزي او خپلې تجربې ورسره شریکې کړي.

راغلي پلاوي ډاډ څرګند کړ چې د قزاقستان له مربوطه برخو سره به اړیکه نیسي څو په یادو مواردو کې مرسته وکړي.

پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت وزیر ښاغلي الحاج مولوي نجیب الله حقاني د افغانستان اوسني شرایط او جیواکانمیک موقعیت د امنیت د شتون او د خنډونو د نشتون په برخه کې د پانګونې لپاره مساعد یاد کړل او د افغانستان جغرافیه یې د انټرنیټ د ټرافیک په برخه کې په خاص ډول د جنوبي او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره غوره موقعیت یاد کړ چې کولای شي له دې لارې یوبل سره وصل شي او د هېوادونو د ملي ګټو په پام کې نیولو سره ښه اقتصادي راشه درشه ولري.

د یادونې وړ ده دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسلکي او تخنیکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای هم ګډون درلود چې راغلي پلاوي ته یې د وزارت ټولې برخې په تفصیلي ډول تشرېح کړې.

 

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۴:۴۹
Background image

ننګرهار ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدمتونو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه.

د مخابراتو اومعلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لارښونې په اساس د ننګرهار ولايت په جلال آباد ښار کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رياست له لوري د پوستي...

بېرته خبرونه ته