د مخابراتي شبکو د (۲۳) آنتنونو چي خاوندان یي معلوم ندي د راټولولو خبرتیا

naweed_admin

 

د وزارت د محترم مقام په لارښوونه او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مالي بورډ د ۳/۱۷/۱۴۴۴ نیټې د دوهمې غونډې د پریکړې پر بنسټ، د نیکسا تخنیکي ټیم د مخابراتي شبکو (۲۳) آنتنونه چې د مخابراتو وزارت د ودانۍ د اته لسم او پنځم پوړونو په بامونو کې نصب شوي وو او مالکین یې معلوم ندي  لرې  شوي دي، او اوسمهال د نکسا په فتر کې موجود دي. 
څرنګه چې د يادو شويو آنتنونو خاوندان معلوم نه دي، نو د وزارت د محترم مقام د ۱۴۴۴/۵/۱۳ نيټې د حکم له مخې، د راټولو شويو آنتنونو موضوع دې خبرتيا ته سپارل کیږي، ترڅو خاوندان يې خبر، او تر ۱۴۴۴/۶/۵ پورې د نکسا دفتر ته ورشی او خپل آنتنونه ترلاسه کړي.
که نه نو، ياد شوي آنتنونه به د سمې ګټې اخيستنې په موخه د افغان ټلیکام مخابراتي شرکت ته انتقال شي، او خاوندان به يې د شکايت حق ونه لري.

احمد فواد سایق


د معلوماتي ټکنالوجۍ زیربناوو لوی رئیس

 

 

نوي اعلانونه

جمعه ۱۴۰۳/۱۰/۱۴ - ۱۲:۴۲
Background image

د درنو هېوادوالو د د پام وړ!

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له لوري دویم ځل لپاره نوې بیې اعلان او د روان ۲۰۲۵م کال د جنوري له لومړۍ میاشتې پلي شوي، نوې بیې چې د مخابراتي مارکېټ...

چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۴ - ۱۲:۴۶
Background image

خبرتیا!

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مرکز ګرمۍ دستګاه د وزارت له لوري...

دوشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۵ - ۱۰:۵۰
Background image

خبرتیا!

نن دوشنبه د زمري میاشتې ۱۵ نیټې د سهار له ۰۸:۱۰ بجو څخه راپدیخوا د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د ام ټي ان مخابراتي شرکت 2G او 3G خدمتونه قطع...

Back to announcements