د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۷/۱۸ - ۱۲:۱۶
دیدار سفیر ایران با وزیر مخابرات

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست الحاج مولوي نجیب الله حقاني او کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان او راغلي پلاوي تر منځ د دوه اړخیزو همکاریو په موخه ګډه ناسته وشوه.

د غونډې په پیل کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت راغلي پلاوي ته ښه راغلاست وویل او د دواړو هېوادونو د ښه ګاونډیتوب او حسنه اړیکو پر اهمیت یې رڼا واچوله او په تېر یوه کال کې یې د سکټوري لاسته راوړنو او د افغانستان د اسلامي امارت پر عمده لاسته راوړنو خبرې وکړې اړ همدا رنګه یې د وزارت ټولې برخې په مختصر ډول راغلي پلاوي ته ورؤپېژندلې.

دغې لیدنه کې د ایران اسلامي جمهوریت سفیر ښاغلي بهادر امینیان او مل پلاوي یې تیاری وښود چې دوی لېواله دي په بېلابېلو برخو کې لکه د ظرفیت لوړونې، زده کړو، مخابراتو، افغانستان کې د معلوماتي ټکنالوجۍ او محصولاتو د تولید، د دواړو هېوادونو د ټکنالوجۍ برخې متخصصینو د دوه اړخیزو تجربو د شریکولو په برخو کې مرستې وکړي.

بهادر امینیان

د راغلي پلاوي له خبرو وروسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست وزیر الحاج مولوي نجیب الله حقاني د دوی له همکارۍ او ژمنو مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دواړو هېوادونو منافعو ته په کتو سره مشترکه همکاري د دواړو لورو په ګټه ده او راغلي پلاوي څخه یې د ظرفیت لوړونې، د بنسټونو رغونې د تجهیزاتو د تولید او د نورو برخو سربېره افغانستان ته د بحر له لارې فایبر سره د نښلولو وړاندیز وکړ څو ایران هم وکولای شي د افغانستان د جغرافیوي موقعیت څخه په استفادې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا ته له ورته اسانتیاو برخمن شي.

مولوی نجیب الله حقانی

دغې ناسته کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي او مسلکي معین ښاغلي پوهنیار احمد مسعود لطیف رای، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت تخنیکي مشاور ښاغلي عطام محمد یاري، د افغان پوسټ محترم رییس رحمت الله مکي، د اټرا ادارې ښاغلي رییس سید برات شاه آغا ندیم او د وزارت یو شمېر مسلکي او تخنیکي پرسونل هم ګډون درلود.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۸ - ۱۲:۱
Background image

د خوست ولایت په نادرشاکوټ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې سایټ فعال شو

د هیواد محرومو سیموته د مخابراتی چوپړ برابرولو په موخه د خوست ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، اترا ادارې او افغان ټلی‌کام مخابراتي شرکت...

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۴:۱۵
Background image

په پروان ولایت کې د مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه ترسره شوه

یاده څارنه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست، د افغان ټیلي‌کام مخابراتي شرکت او د اترا ادارې د استازي په حضور کې...

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۵:۲۷
Background image

غور ولایت کې د درېیو مخابراتي سایټونو د ساختماني چارو څارنه وشوه

د څارنې پر مهال څرګنده شوه چې د یامان او غارک سایټونو ساختماني چارې کابو ۲۸ سلنه او د کاکري سایټ رغنیزې چارې شاوخوا ۵۰ سلنه...

بېرته خبرونه ته