د سیستم جوړونې ریاست بیرته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت برخه شوه

naweed_admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱۰/۶ - ۱۱:۳۱
MCIT Image

د اترا، افغان ټلېکام او افغان پُسټ ادارو له یو ځای کېدو وروسته د سیستم جوړونې ریاست چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت له بدنې جلا او ملي احصائیې سره یو ځای شوی و بیرته د وزارت برخه شوه .

د معاشاتو او د تشکیل د تنظیم کمیسیون، د وزارت د اوسنۍ رهبرۍ له وړاندیز او د دواړو اړخونو د متخصصینو له تحقیق، ارزونې او ناستو وروسته اړوندو مسؤلینو داسې پرېکړه وکړه :‏ د سیستم جوړونې ریاست له خپلو ټولو مسلکي کادرونو، توکو او اسبابو سره دې بیرته د تېر په څېر د ۲ میاشتو په موده کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت برخه شي، او وزارت دې د سیستم جوړونې ریاست ته ۱۴۰۱ هـ ش مالي کال په تشکیل کې ځای ورکړي .

دا پرېکړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د سرپرست وزیر ښاغلي مولوي نجیب الله حقاني په هلو ځلو او د رئیس الوزرا د مرستیال ښاغلي مولوي عبدالسلام حنفي او مؤظف هیأت له تصمیم نیونې وروسته د مخکینیو او د نویو منځ ته راغلو اداراتو په مؤثره ډول د ارزونې لپاره ترسره شوې .

تمه ښودل شوې د سکټوري برخو یو ځای کېدل به د کارونو پر چټکتیا او د مؤثریت په برخو کې مثبتې نتیجې له ځانه سره ولري

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۸ - ۱۸:۸
Background image

د کوډنګ او هکتون سیالیو پروګرام کې د ګډون اعلان

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د روان کال د زمري میاشتې له څلورمې تر اتمې نېټې د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو په برخو کې...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۲۲
Background image

خوست ولایت کې د اتصالات مخابراتي شرکت د ۵ مخابراتي سایټونو انټرنټي ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د هېواد لرو پرتو او په ځانګړي ډول محرومو سیمو د پوښښ تر څنګ د کیفیت د ښه والي په موخه...

شنبه ۱۴۰۵/۴/۲۰ - ۱۶:۹
Background image

د لوگر ولايت په خروار ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

دهیواد محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنټي آسانتیاو د برابرولو په موخه...

بېرته خبرونه ته