نورستان کې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په لړ کې د منډول ولسوالۍ اوسېدونکو ته نوې آسانتیاوې برابرې شوې

naweed_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۵:۳

د هېواد په لرې پرتو او غرنیو سیمو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په دوام، د نورستان ولایت په منډول ولسوالۍ د مخابراتي خدمتونو د پراختیا په لړ کې، د کویشت په سیمه کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ د لومړي ځل لپاره د نورستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او د اترا ادارې د ولایتي مدیریت په همغږۍ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه سایټ د اترا ادارې په مالي ملاتړ جوړ شوی، چې له فعالېدو سره یې د سیمې اوسېدونکو ته غږیزو مخابراتي خدمتونو د کارولو زمینه برابره شوې ده. د دې مرکز په فعالېدو سره به د هغو خلکو ستونزې راکمې شي چې پخوا یې د ټیلیفوني اړیکو د ټینګښت لپاره د مخابراتي پوښښ لرونکو سیمو ته اوږده واټنونه وهل او خپل ارتباطې مشکلات به یې حل کول.

د مخابراتي خدمتونو د لا ښه والي په موخه، پلان دی چې د کویشت تر څنګ د ګډوال سیمې مخابراتې سایټ هم په راتلونکي کې د ۳جې  او ۴جې ټکنالوژیو په درلودلو سمبال شي. د دې پړاو په بشپړېدو سره به د دواړو سیمو اوسېدونکي د چټکو انټرنېټي خدمتونو او پرمختللو مخابراتي آسانتیاوو څخه برخمن او ګټه واخلي.

د یادو سایټونو جوړول او فعالول د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د هېواد غرنیو او لرې پرتو سیمو ته د مخابراتي پوښښ غځول او د مخابراتي خدمتونو په برخه کې د خلکو د ستونزو کمول دي.

د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست په پام کې لري چې د اړوندو ادارو په همکارۍ د مخابراتي شبکو د پراختیا بهیر چټک او د ولایت په هغو سیمو کې چې اوس هم مخابراتي خدمتونوته محدود لاسرسی لري، خلکو ته د اسانتیاوو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۵۵
Background image

په غور کې د افغان بیسیم مخابراتي شبکې نوی سایټ ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

همدارنګه ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې به د تیورې او پسابند ولسوالیو یو شمېر مخابراتي سایټونه له ۲جې  څخه ۳جې  ته...

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۱ - ۱۴:۴۵
Background image

میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو

د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته غږیزو اړیکو او ۳جې انټرنېټي خدمتونو څخه...

بېرته خبرونه ته