میدان وردګ ولایت کې د سلام مخابراتي شبکې نوی سایټ فعال شو
د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د هېوادوالو لپاره د معیاري مخابراتي آسانتیاوو د برابرولو په دوام، د میدان وردګ ولایت د حصې اول بهسود ولسوالۍ په آب نقره سیمه کې د سلام مخابراتي شرکت نوی سایټ فعال او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د دغه سایټ په فعالېدو سره به د یادې سیمې اوسېدونکي د سلام مخابراتي شبکې له باکیفیته غږیزو اړیکو او ۳جې انټرنېټي خدمتونو څخه برخمن شي، چې په دې سره به د هغوی د اړیکو نیولو او انټرنېټ ته د لاسرسي په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د یاد سایټ فعالول د سیمې د مخابراتي پوښښ د پراختیا په برخه کې یو بل مهم ګام دی، چې له مخې به یې خلکو ته د مخابراتي خدمتونو د لاسرسي زمینه لا پراخه شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هڅه کوي، د مخابراتي شبکو د پراختیا له لارې د هېواد لرې پرتو او کمبرخمنو سیمو ته هم معیاري مخابراتي او انټرنېټي خدمتونه ورسوي.
