د ملي ستنډرډونو ادارې رئیس او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجې وزیرې سره ولیدل او د ګډو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۲۱ - ۸:۱۸
ملاقات وزیر مخابرات

پړون چهارشنبه د زمري د میاشتې ۲۰ مه د ملي سټندردونو رئیس ښاغلي ذبیح الله زیارمل د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره وکتل او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په سکټور کې د سټنډردونو د تعریف او پلي کولو په ګډون د بیلا بیلو موضوګانو په برخه‌کې د دوه اړخیزو همکاریو په اړه یې خبرې وکړې.

د ملي سټنډرډونو د ادارې رئیس د خدمتونو په وړاندې کولو کې په ځانګړي توګه وارداتي توکو د تنظیم، څارنې او سټنډردونو په پلي کولو کې د دې ادارې دندو ته په اشارې سره ژمنه وکړه چې دا اداره به د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سکتور پورې اړوندو تجهیزاتو په مورد کې هم د معیارونو په پلي کولو کې همکاري وکړي.

ذبیح الله زیارمل رییس ملی استندرد

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د یادې ادارې له همکاریو څخه مننه وکړه، په ګډو او لا ډیرو همکاریو یې ټینګار وکړ او همداراز په بیلا بیلو برخو کې خلکو ته د غوره او ګړندي خدمتونو په وړاندې کولو کې د سټندرډونو د اهمیت یادونه وکړه.

دواړو خواو د پورته یادو شويو مسئلو د تطبیق او په دې اړه د اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره د همکاریو د هوکړه لیک په لاسلیک کولو او د پروسو د ډیجیټل کولو په اړه یې هم خبرې وکړې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۲:۷
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او اټرا ادارې کارکوونکو د هېواد ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو سره نقدي مرسته وکړه

د هېواد ختیځې برخه کې د وروستۍ زلزلې له امله چې ګڼ شمېر هېوادوال پکې شهیدان، ټپیان او مېنې یې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ کې د یوه مخابراتي سایټ ظرفیت ۴جی ته لوړ شو

د هېواد کې د مخابراتي سایټونو کیفیت لوړولو په موخه د دایکندي ولایت پاتو ولسوالۍ اړونده سیمو کې...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۹:۴۱
Background image

د غور ولایت تیورې ولسوالۍ کې د پینځه مخابراتي سایټونو د جوړولو سروې ترسره شوه

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت د پینځه مخابراتي سایټونو د نصب په موخه سروې...

بېرته خبرونه ته