د دولت بیلابیلو وزارتونو او ادارو تر منځ د معلوماتو معیاري ملي مرکز (ډیټا سنټر) د جوړونې مشورتي غونډه وکړه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۴/۱۷ - ۹:۱۹
جلسه مشورتی با رییسان‎ IT ‎وزارت خانه ها

دا غونډه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د دې وزارت د یو شمېر تخنیکي برخو رییسانو او د شاوخوا ۲۰ وزارتونو او دولتي ادارو ( IT) برخو رییسانو په ګډون د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د حکومت معلوماتي سیستمونو ټکنالوجۍ عمومي رییس د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت مسؤلیتونه، دندې او موخې یادې کړې او د نړیوالو معیارونو سره په سمون د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز( ډیټا سنټر) پرجوړولو، شته ستونزو او ننګونو او د وزارت د پروژو د پراختیا په اړه معلومات وړاندې کړل.

جلسه مشورتی

د ادارو استازو او ګدونوالو د افغانستان د معلوماتو ملي مرکز د رامنځته کولو پر طرحې خپل نظرونه او وړاندیزونه د وړاندې کولو تر څنګ خوښي وښوده او د دې موخو د لاسته راوړلو لپاره یې په همکارۍ ټینګار وکړ.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په پای کې د ادارو ګډون کوونکو د نظرونو د تاییدولو ترڅنګ یې ټینګار وکړ چې د دې مرکز جوړول یوه بیړنۍ اړتیا او ښه فرصت دی او همداراز یې د یوې ګډې تخنیکي کمیټې د جوړولو غوښتنه وکړه تر څو د معلوماتو ملي مرکز د جوړولو طرح بډایه کړي.

ایجاد مرکز مهیاری ملی معلومات

په پای کې د وزارتونو او د دولتي ادارو استازو او مسؤلینو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د مشرتابه د هڅو او کوښښونو څخه د قدردانۍ د تندیس په ورکولو سره ستاینه وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۸ - ۱۱:۵۸
Background image

د پکتیکا ولایت مرکز او یوشمیرولسوالیو کې د سلام مخابرات شبکې د ۵ سایټونو ظرفیت ۴جي ته لوړ شو

د مخابراتي پوښښ د کیفیت ښه والي او مخابراتي ستونزو ته د رسېدنې په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۴۷
Background image

کونړ ولایت شیګل ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یو سایټ جوړ ګټې او اخیستنې ته وسپارل شو

د مخابراتي خدمتونو د پوښښ د پراختیا او د مشترکینو د ستونزو د حل په موخه...

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۶:۱۰
Background image

د مخابراتو او د ټکنالوجۍ سکټور د پرمختګ لپاره د ټولنې د هر قشر او برخې نظرونه راته مهم دي

ښاغلي وزیر صاحب په دغې ناسته کې شنونکي، ژورنالستان او لیکوالان د ټولنې ترجمانان او د رواني جګړې سرلاري یاد کړل چې هر ډول حالاتو کې...

بېرته خبرونه ته