اختصاصي اوونیزه غونډه جوړه او د وزارت د بودیجې لګښت او پراختیایي پروژو وضعیت وارزول شو
![جلسه اختصاصی هفته وار مصرف بودجه](/sites/default/files/2021-07/jlsh_akhtsasy_hfth_war_msrf_bwdjh1.jpeg)
په دې غونډه کې چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ، د پالیسۍ او پروګرام مرستیال او د پروژو اړوند مسؤلینو په ګډون جوړه شوې وه د بودبجې د لګښت په اړه او د مسؤلینو د اجرااتو ګزارشونه ارزیابي او وڅیړل.
پدې ناسته کې د وزارت پراختیایي پروژو وضعیت د معلوماتي ټکنالوجۍ د پراختیا پروژه، د کاسا ډیجیټل پروژه، د بریښنایي تصدیقونو زیربنا، د معلوماتو ملي مرکز د کلوډ په زیربنا بدلول او د انټرنیټ د تبادلې مرکز جوړول په ګدون د پروژو په اړه د مسئولینو اجراات او د بودیجې لګښت څرنګوالی په هراړخیره توګه وڅیړل شول.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د یادو پروژو د اداري چارو او تدارکاتي پروسو پر ګړندیتوب او پروژو د پرمختګ په وړاندې د خنډونو په لرې کولو ټینګار وکړ. ټولو مسئولینو او رییسانوته لارښوونه وشوه ترڅو د پروژو پلي کیدل پخپلو کاري لومړيتوبونو کې راولي او په راتلونکې اونیزه ناسته کې د پروژو د پرمختګ په اړه د خپلو واقعي اجراتو ګزارشونه وړاندې کړي.