د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون سره په ګډه غونډه کې د مخابراتي سکتور پر پیاوړتیا ټینګار وشو

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۴/۹ - ۱۷:۵۷
جلسه

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت سرپرست او د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای په مشرۍ د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون د رییس او غړو، د وزارت د بیلابیلو ریاستونو رئیسانو او چارواکو په ګډون د مخابراتي سکتور خدمتونو د لا ښه والي او پیاوړتیا په موخه د وزارت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه.

په پیل کې د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمسیون رییس لطف الله بابا د دې سکتور د لاسته راوړنو او ننګونو په اړه په تفصیل سره خبرې وکړې او بیا د کمیسیون تخنیکي سلاکار د بریښنایي حکومتوالۍ، بریښنایي راکړې ورکړې او لاسلیک قانون، د پوستې خدمتونو تنظیم، کاسا ډیجیټل، سایبري امنیت، د مخابراتي شبکو خدمتونو د څارنې څرنګوالي، ریال ټایم او ټي ډي اف صندوق (TDF) د پالیسیو پلي کولو په اړه پوښتنې وکړې او په دې برخه کې یې د وزارت له مشرتابه څخه د وضاحت غوښتنه وکړه.

لطف الله بابا

ورپسې د وزارت د پالیسۍ او پروګرام مرستیال احمد مسعود لطیف رای د دې کمیسیون پوښتنو او اندیښنو ته مشرح توضیحات وړاندې کړل او د دې وزارت مسولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د کمیسیون پوښتنو ته په لیکلې بڼه ځوابونه وړاندې کړي.

احمد مسعود لطیف رای

په پای کې د مشرانو جرګې د مواصلاتو او مخابراتو کمیسیون رییس او غړو د مخابراتو وزارت د مشرتابه د مفصلو څرګندونو ستاینه وکړه او په دې برخو کې یې په همکارۍ، همغږي او پیاوړتیا ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۱۰
Background image

د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د دیجیټلي مهارتونو له مرکز څخه ۵۱ تنه زدکوونکي فارغ شول

په هغه غونډه کې چې همدې مناسبت جوړه شوې وه د زابل ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس محترم مولوي عبدالهادي یحیی فارغ شویو ځوانانو ته...

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۱:۱۵
Background image

بغلان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

د دې غوندې موخه د مخابراتي خدمتونو د پراختیا، د اړیکو او انټرنېټ د کیفیت د ښه والي، د مشترکینو د شمېر د زیاتوالي، د تخنیکي سیستمونو...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۱:۳۳
Background image

د لوګر ولایت مرکز په شمول ۳ ولسوالیو کې د سلام مخابراتي شبکې د ۴ سایټونو خدمات ۴جي ته لوړ شول

د مخابراتي خدمتونو د پراختیا او د عصري تکنالوجۍ د پراخولو په موخه، د سلام امارتی مخابراتي شرکت له لوري د لوګر ولایت په مرکز او...

بېرته خبرونه ته