د میرویس نیکمل لنډه پیژندنه
ښاغلی میرویس نیکمل په اوس وخت کې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د پلان او پالیسۍ د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.
هغه خپلې لوړې زده کړې د ماسټرۍ تر کچې د سوداګرۍ مدیریت په برخه کې د افغانستان امریکایي په پوهنتون کې بشپړې کړي دي.
نوموړي د ۱۵ کالونو راهیسې په ملي او نړیوالو سازمانونو کې دنده ترسره کړي ده له حرفوي دندې له نظره هغه اوس مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ په وزارت کې د نوي کاري فضا او د ۲۰۲۰ نه تر ۲۰۲۴ کلونو لپاره د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د لار نقشې او د بروډ بانډ پالیسۍ او پروګرام د جوړولو په حال کې دی.
همدا راز ښاغلی نیکمل د یوې کمیټې غړی هم دی، چې د معیارونو او سیاستونو د برابرولو لپاره د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د پراختیا په برخه کې کار کوي.