د کابینې د ۲۸ ګڼې مصوبې پلي کیدو لپاره د ډجیټل کولو د همغږۍ لومړۍ ناسته د بیلابیلو وزارتونو او دولتي ادارو ترمنځ جوړه شوه

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۴ - ۱۶:۵۳
جلسه دیجیتل سازی ادارات

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري په مشرۍ او د پالیسۍ او پروګرامونو مرستیال احمد مسعود لطیف رای او د دغه وزارت د تخنیکي څانګو یو شمیر رئیسانو او شاوخوا ۴۰ تنو د نورو اداراتو د معلوماتي ټکنالوجۍ ریاستونو رئیسانو او استازو، ملي شورا، د مالیې، کورنیو چارو، ټولګټو، صنعت او سوداګرۍ، ترانسپورت، پوهنې، لوړو زده کړو، کابل ښاروالۍ، علومو اکاډمی او نور په وزارتونو کې په ګډون د مخابرات او معلومات ټکنالوجۍ وزارت کې جوړه شوې وه.

نخستین جلسه هماهنگی دیجیتل سازی

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر لارښوونې او وړاندیزونو ته په اشارې سره وویل چې د کابینې د ۲۸ مې ګڼې مصوبې پلي کول، د پروسو ډیجیټل کول او ټولو دولتي ادارو لپاره د یو واحد سیسټم رامینځته کول د حکومت لومړیتوبونه دي او دا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت او نورو ادارو تر مینځ لاهم دوامداره همغږي ته اړتیا لري.

نخستین جلسه هماهنگی دیجیتل سازی ۲۴ حوت ۱۳۹۹

پدې غونډې کې، د افغانستان د ډیجیټل کیدو په اړه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت لید، موخو ، دندو او مسؤلیتونو په اړه پریزینټیشن وړاندې شو او همدارنګه د کابینې ۲۸ ګڼې مصوبې جزئیات تشریح شول چې له مخې یې ګډونوالو خپل نظریات او وړاندیزونه وړاندې کړل.

د ادارو استازو خپلو پلانونو او برنامو وړاندې کولو ترڅنګ څرګنده کړه چې د ډیجیټل کولو لپاره د کافي بودیجې نه تخصیص، د روښانه قوانینو او پالیسیو او د لوړ ظرفیت نشتوالی، ناکافي جوړښت او امکانات او د همغږۍ نشتوالی د دې پروسې ځینې ننګونې دي او غوښتنه یې وکړه چې دا ستونزې باید لرې شي.

نخستین جلسه هماهنگی دیجیتل سازی پیرامون تحقق مصوبه شماره ۲۸ کابینه

په پای کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د ګډونوالو نظرونه تایید او له دوی سره د لازمې همکارۍ ژمنې سره یې په دې برخه کې د یوې کمیټې جوړولو غوښتنه وکړه او د ټکنالوجۍ برخې له ټولو رئیسانو او آمرینو څخه یې وغوښتل ترڅو خپل نظریات او وړاندیزونه مخابراتو وزارت ته واستوي چي د واضح پلان او برنامې په چوکاټ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت له ولسمشرۍ ته وړاندې شی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۱۷
Background image

کندز ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۳۶ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د ډیجیټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې په ۳۶ مې دورې کې د کمپیوټر اړوند زدکړو د حاصلولو په موخه له (۴۰) تنه زدکوونکو څخه...

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۳:۴۸
Background image

پکتیا ولایت مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د ډیجټلي مهارتونو ښوونیز مرکز کې د ۲۳ دورې لپاره د زدکوونکو د جذب په موخه آزموینه واخیستل شوه

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د کمپیوټر ښوونیزو مرکزونو کې ګډونوالو ته د شپږ میاشتو په موده کې...

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

بېرته خبرونه ته