د ۱۳۹۹ مالي کال کې د نورستان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست مهمې کړنې او لاسته راوړنې

naweed_admin
شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲ - ۱۵:۴۲
ولایت نورستان

۱- د دوآب ولسوالۍ په دره باجګل سیمه کې د روشن مخابراتي شبکې سایټ بشپړول او فعالول

۲- د نورستان مرکز د چتراس په سیمه، د وامه ولسوالۍ بوني او اکت په سیمو او د دوآب ولسوالۍ د بجګل په سیمه کې د روشن مخابراتي شرکت د شيېرینګ له لارې اتصالاتو درې سایټونو فعالول.

۳- د نورګرام په ولسوالۍ کې د سټلایټ سیسټم څخه 8 مخابراتي سایټونه مایکروویف سیسټم سره نښلول شوي دي.

۴- په نورګرام ولسوالۍ کې د افغان بېسیم مخابراتي شبکې G3خدمتونو پیل.

۵- د ټولګټو وزارت سره په موافقه کې د نورستان او کنړ ولایتونو د لویې لارې په اوږدو کې نوري فایبر کیبل د غزولو په موخه د 6 کیلومترو په اږدوالي کیندنه شوې ده.

۶- په دوآب او منډول ولسوالیو کې د TDF نهمې پروژې څخه د روشن مخابراتي شرکت دوو سایټونو سروې بشپړه کول؛ بدبختانه ، په یادو سیمو کې د امنیت نشتوالي له امله یې کار ځنډول شوی.

د نورستان ولایت محلي ادارو او ریاستونو لخوا ملت ته د حکومت حساب ورکولو لړۍ له مخې ، په 1399 مالي کال کې د نورستان ولایت سیمه ایزو ادارو او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست د خپلو اجرااتو او دندو په اړه د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې خلکو ته راپور وړاندې کړ.

د نورستان والي ښاغلي عبدالغفور ملکزي د ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست په ګډون د ټولو سکتورونو په استازیتوب په دغه ولایت کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات وړاندې کړل.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۹:۳۲
Background image

پروان ولایت مرکز چاریکارو ښار کې دوه مخابراتي سایټونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د مخابراتي خدمتونو د تیظیم (اترا) ادارې په ګډو هڅو او...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۱۶
Background image

کندز ولايت کې د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو سروې ترسره شوه

د یوه مخابراتي سایټ د جوړولو په موخه د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او د اترا ادارې د ګډ مسلکي او تخنیکي ټیم له...

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

لوګر ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ ریاست او مخابراتي شرکتونو مسئولینو تر منځ د همغږۍ غونډه وشوه

دغې غونډې کې د لوګر ولايت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ رئيس محترم مولوي مطیع الله عابد د ولایت په کچه د مخابراتي خدماتو د ښه والي پر اهمیت...

بېرته خبرونه ته