معصومه خاوري د نړۍ د مخابراتو اتحادیې په آنلاین کنفرانس کې برخه واخیسته

naweed_admin
پنجشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۹ - ۹:۵۵
کنفرانس آنلاین ITU

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې اغلې معصومې خاوري د افغانستان اسلامي جمهوریت په استازیتوب د مخابراتو ‏نړیوالې اتحادیې (‏ ITU ‏) کنفرانس کې چې آنلاین جوړ شوی وو برخه اخیستې وه او نويو ټکنالوجیو ته د لاسرسي لپاره د ډیجیټل ‏مهارتونو د لا ډیرو فرصتونو رامینځته کولو او د افغاني ټولنې، په ځانګړي توګه افغان ښځو ته د لا زیاتو فرصتونو رامینځته ‏کولو باندې ټینګار وکړ.‏

یاد کنفرانس د "ډیجیټل مهارتونو په برخه کې د افغانستان میرمنو پیاوړي کول" تر سرلیک لاندې د اتحادیې غړو په حضور جوړ ‏شوی وو.‏

کنفرانس آنلاین ITU

په غونډه کې د مخابراتو وزیرې وویل چې د جګړې، تاوتریخوالي او محرومیت شرایطو سره، ټکنالوجي اوس د افغان ‏میرمنو لپاره ښه فرصتونه چمتو کړي دي ترڅو خپل غږونه را پورته کړي او خپلو حقونو ته لاسرسی لپاره ټکنالوجي په مؤثره ‏توګه وکاروي. هغې زیاته کړه چې د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ، د ښځو حقونه د افغانستان حکومت لپاره یوه مهمه مسله ده.‏

نوموړې د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې څرګنده کړه چې ښځې د نارینه وو په پرتله ټکنالوجۍ ته لږ لاسرسی لري او ټینګار ‏یې وکړ چې د ټکنالوجۍ پرمختګ کولی شي د جنسیتي مساواتو په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.‏

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې د خپلې

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۲ - ۱۳:۱۹
Background image

د نوري فایبر غزولو او مواصلاتي زیربناو پرساتنې ټینګار، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ، ټولګټو وزارتونو او اترا ادارې د مشرتابه غونډه

دا ناسته د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري، د ټولګټو وزیر نجیب الله یمین، د دغه وزارت د ساتنې او پاملرنې مرستیال پاینده انوري او د اترا ادارې رئیس عمر منصور انصاري په. . .

شنبه ۱۴۰۰/۲/۱۱ - ۸:۵۳
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سازماني جوړښت، د حکومت له ستراتيژیکو موخو سره په همغږۍ او تناسب کې، اصلاح کېږي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې معصومې خاوري سره د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمیسیون د رییس احمد نادر نادري په لیدنه کې، په دغه وزارت کې د سازماني جوړښت د اصلاح. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۲/۷ - ۱۳:۳۹
Background image

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې او د مالیې وزارت مالي مرستیال د اړوندو پروژو د لا همغږي کولو او تمویل په اړه ولیدل او خبرې یې وکړې

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومې خاوري د مالیې وزارت د مالی مرستیال ښاغلي عبدالحبیب ځدران سره وکتل او...

بېرته خبرونه ته