پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر، د آغلي معصومه خاوري سره وکتل او د ګډې همکارۍ په اړه یې خبرې وکړې

naweed_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۲۱ - ۱۴:۵
امور رسیدگی به حوادث

پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي غلام بهاالدین جیلاني، د مرغومي میاشتې په ۲۰ مه نیټه د مخابراتو او ‏معلوماتي ټکنالوجۍ له وزیرې آغلې معصومه خاوري سره وکتل او د طبعیي پیښو څخه د خبرتیا او قربانیانو ته پروخت د ‏رسیدګي لپاره د "کال سنټر" جوړولو په اړه خبرې وکړې‎.

پدې غونډې کې، پیښو ته د رسیدو په چارو کې د دولت وزیر یادونه وکړه چې د ولسمشر د لومړي مرستیال د لارښوونو پر ‏اساس او د طبیعي پیښو سره مبارزې لپاره اړین دي چې د دې دفتر لپاره کال سنټر رامنځته شي. او د احتمالي طبیعي پیښو په اړه ‏په وخت معلومات ورکولو او د پیښو قربانیانو ته د رسیدګۍ لپاره تدابیر ونیول شي. ښاغلي جیلاني د دغې پروسې د تخنیکي ‏چارو په بشپړولو کې له مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت څخه د همکاری غوښتنه وکړه.‏‎ ‎

امور رسیدگی به حوادث

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزیرې معصومه خاوري د اقلیم د بدلون او د افغانستان د زیان مننې په پام کې نیولو سره و ‏ویل چې د طبیعي پیښو قربانیانو ته پر وخت رسیدګۍ د اړوندو ادارو ګډ کار ته اړتیا لري‎.‎

نوموړې یادونه وکړه چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت د دغه وزارت د دندو او امکاناتو په چوکاټ کې د خلکو ‏ستونزو ته د حل په موخه هر ډول تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی‎.‎

​​​​معصومه خاوری وزیر مخابرات و تکنالوژی معلوماتی

همدا راز آغلې خاوري د کال سنټر جوړولو لپاره د یوې ګډې تخنیکي کمیټې د جوړولو وړاندیز وکړ.‏

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۷:۳۵
Background image

دپروان ولایت سیاه ګرد غوربند ولسوالۍ کې د اتصالات مخابراتي شرکت یوسایټ له ودانیزو چارو څخه څارنه ترسره شوه

د هیواد لېرو او محرومو سیمو ته د مخابراتي او انټرنیټي چوپړتیاو چمتو کولو په موخه د پروان ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست او ګډ تخنیکي ټیم...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۶:۵۷
Background image

کونړ ولایت کې د غیرقانوني پوستي خدماتو د مخنیوي په موخه څارنه تر سره شوه

د دې څارنې په ترڅ کې په یاد ولایت کې هغه شرکتونو چې د پوسټي خدمتونو په برخه کې یې فعالیت کاوه سپارښتنه و شوه تر څو غیر قانوني پوستي...

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۳:۵۳
Background image

د معلوماتي ټکنالوژۍ په نندارتون کې د علمي څېړنیزو پریزنټېشنونو د ګډون اعلان (Research Presentations from Academia)

د دې پروګرام موخه د پوهنتونونو، علمي څېړنیزو مرکزونو او د معلوماتي ټکنالوژۍ د صنعت ترمنځ...

بېرته خبرونه ته